په انقره کی د ایران؛ روسیی او ترکیی دری اړخیزه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68534-په_انقره_کی_د_ایران_روسیی_او_ترکیی_دری_اړخیزه_غونډه
د ترکیی؛ روسیی او ایران ؤلس مشرانو، د سوریی په چورلیز؛ او د رجب طیب اردوغان په کوربه توب سره، د مذاکرو په نوی دور کی، نن په انقره کی په دری اړخیزه غونډه کی برخه واخیسته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 12:10 Asia/Kabul
  • په انقره کی د ایران؛ روسیی او ترکیی دری اړخیزه غونډه

د ترکیی؛ روسیی او ایران ؤلس مشرانو، د سوریی په چورلیز؛ او د رجب طیب اردوغان په کوربه توب سره، د مذاکرو په نوی دور کی، نن په انقره کی په دری اړخیزه غونډه کی برخه واخیسته.

پدغه غونډه کی، چی د ترکیی، روسیی او ایرن د ؤلس مشرانو، رجب طیب اردوعان؛ ولادیمیر پوتین او حسن روحانی په شتون، ترسره شوه، په سوریه کی   د اوربند؛ ځمکنۍ بشپړتیا او د ترسره شوې خلاف ورزۍ په شان چاری وڅیړلې شوې.

د سوریی په باره کی د ایران؛ روسیی او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو دری اړغیزه غونډه هم؛ د سه شنبه په ورځ په انقره کی ترسره شوه.  

د انقری غونډه؛ د هغو خبرو اترو ادامه ده، چی له دې وړاندی

د ۲۰۱۷ م کال د نوامبر په میاشت کی، د روسیی د سوچی په بندر کی ترسره شوې دی.

د تهران؛ مسکو او انقرې د عمل نووښت کړای شوی دی، چی دوه ستراتژیک هدفونه؛ یعنی له داعش سره د مقابلی کولو، او د سوریایی اړخونو ترمنځ د خبرو اترو، او د سیاسی حل لارې د لاسته راوړلو لپاره، د زمینې د رامنځته کولو کار په بریالیتوب سره پرمخ بوځی.

د روسی څیړاندی« کنستانتین تروریتسف » له قوله:« د آستانه مذاکرو د تعقیبولو او دوام هدف، د امریکی په شان د معلومو لورو لپاره؛ د جګړې په ډګر کی د سوریی نظام د بریاؤو ثابتول دی، چی کولای شی د جنیوا مذاکرو لپاره د یو مرستندوی مټ په شان وی.

اوس؛ د داعش سلطې په چورلیز د سوریی نظام د بدلولو لپاره، د امریکی؛ عربستان او اسراییلو طرحې ماته خوړلې ده، او په همدی حال کی سیمه ایزو او نړیوالو ستراتژیو، سوریی او عراق ته د امنیت د راګرځولو په منظور، خپل اغیزمن والئ ثابت کړئ دئ. پدی لړ کی؛ د ملګرو ملتو په ملاتړ سره د ایران؛ روسیی او ترکیی ملګرتیاوؤ، په سوریه کی له سیمه ایزو لا اغیزمنو حل لارو څخه د استفادې امکان چمتو کړئ دئ.

د دغو مذاکرو ستراتژیک ارزښت؛ د سیمه ایزو لوبغاړو د رول په اساس، پر سیمه ایزی ګروهنې د تمرکز له کبله دئ، چی په نهایت کی په اوږده موده کی جمعی امنیت په ځان پسی لری.

په یوه کلې څیړنه کی ویلای شو؛ د انقرې غونډه د سوریی کړکیچ د حلولو په منظور، د پرمختګونو د ادامې ښودونکې ده.

د روسیی د دوما پخوانی مرستیال او د بین المللی چارو څیړاندئ «سرګئی بابورین» وایی: دا چی؛ اوس ترهه ګرو په سوریه کی خپلې اډې له لاسه ورکړی دی، د مسکو؛ تهران او تر یو حده پوری د انقرې د هلوځلو نتیجه ده.

له ترهه گرو ډلو او داعش څخه؛ د عربستان او امریکی په مالی او وسله والو مرستو سره، په سوریی د اووه کلن جنګ او نا امنۍ تپلو وښودل؛ چی د امریکی، اسراییلو، عربستان او یو شمیر سیمه ایزو جریانونو هدف، د سوریی تجزیه کول؛ او د مقاومت جریان ماتول ؤو؛ خو دغه توطې ماته وخوړله.

اوس؛ د سیمه ایزو سیاسی- امنیتی ګډو اقداماتو په چوکاټ کی، د سوریی کړکیچ د هوارۍ لپاره د هلوځلو برئ، یوه ستره لاسته راوړنه ده، چی کولای شی د ملی تفاهم؛ او د سوریی د خلګو د رایی او نظر په اساس، د مذاکرو د پیلیدو لپاره یوه مساعده زمینه برابره کړی.