د ایټمی وسلوپه باب دامریکاکړچار دنړیوالې ټولنې د اندیښنې لامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68620-د_ایټمی_وسلوپه_باب_دامریکاکړچار_دنړیوالې_ټولنې_د_اندیښنې_لامل_دی
سرګئ لاؤروف وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو اصلی نړیوالو تړونونو کې دبیا کتنې هڅه کوی ،چې په تیرو وختونو کې لاسلیک شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 06, 2018 01:05 Asia/Kabul
  •  د ایټمی وسلوپه باب دامریکاکړچار دنړیوالې ټولنې د اندیښنې لامل دی

سرګئ لاؤروف وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو اصلی نړیوالو تړونونو کې دبیا کتنې هڅه کوی ،چې په تیرو وختونو کې لاسلیک شوی دی .

سپوټنیک  خبری آژانس راپور ورکړی،  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون ناوخته  په ماسکو کې د چین له  خارجه وزیر  وانګ  ئی  سره  په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ،  دناټو ځواک  پوځی  فعالیتونه  د روسیې  له پولو سره دنزدیکیدا په حال کې دی ، او شکمن  اقدامات ئې پیل کړی چې د   ماسکو پشمول د سیمه ایزو   هیوادونو اندیښنې ئې راپارولی دی . 

  د روسیې خارجه وزیر زیاته کړې ، ماسکو  د سټراټژیکو   یرغلیزو وسلو دکمیدا د تړون په  چوکاټ کې  پخپلو  ټولو ژمنو عمل کړی دی او له نورو هم دغه شان هیله   کوی.

  د روسیې دخارجه وزیر په وینا، له ګواښونو سره د مقابلې او دباؤر درامینځة کونکو تدبیرونو په باب  دخبرواترو دپیلیدا لپاره د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین   غوښتنې  د  واشنګټن او اروپائی اتحادئې له خوا  هیڅ ډول مثبت ځواب  نه ترلاسه کوی.

 هغه ټینګار کړی ، روسیه او چین  دایران د ایټمی  موافقې  په مادو کې  دیا کتنې  چورلټ مخالف دی .

 سرګئ لاؤروف  وئیلی دی ،  ډونالډ ټرمپ   په هغو ټولو اصلی نړیوالو تړونونو کې  دبیا کتنې  هڅه کوی ،چې  په تیرو وختونو کې  لاسلیک شوی دی .

 دچین  خارجه وزیر  وانګ ئی  هم په دغې غونډې کې ټینګار کړی ،  دچین او روسیې ګډې هلې ځلې   په نړۍ کې له سټراټژیک  ثبات اوسولې سره  دمرستو لامل کیږی ،   دچین  د خارجه وزیر په وینا، بیجینګ اوماسکو  : له یو قطبی نړۍ سره   خپل ګډ مخالفت  د :سټراټژیکې  ملګرتیا په توګه ګڼی .