د ایټمی وسلوپه باب دامریکاکړچار دنړیوالې ټولنې د اندیښنې لامل دی
سرګئ لاؤروف وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو اصلی نړیوالو تړونونو کې دبیا کتنې هڅه کوی ،چې په تیرو وختونو کې لاسلیک شوی دی .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون ناوخته په ماسکو کې د چین له خارجه وزیر وانګ ئی سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، دناټو ځواک پوځی فعالیتونه د روسیې له پولو سره دنزدیکیدا په حال کې دی ، او شکمن اقدامات ئې پیل کړی چې د ماسکو پشمول د سیمه ایزو هیوادونو اندیښنې ئې راپارولی دی .
د روسیې خارجه وزیر زیاته کړې ، ماسکو د سټراټژیکو یرغلیزو وسلو دکمیدا د تړون په چوکاټ کې پخپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی او له نورو هم دغه شان هیله کوی.
د روسیې دخارجه وزیر په وینا، له ګواښونو سره د مقابلې او دباؤر درامینځة کونکو تدبیرونو په باب دخبرواترو دپیلیدا لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنې د واشنګټن او اروپائی اتحادئې له خوا هیڅ ډول مثبت ځواب نه ترلاسه کوی.
هغه ټینګار کړی ، روسیه او چین دایران د ایټمی موافقې په مادو کې دیا کتنې چورلټ مخالف دی .
سرګئ لاؤروف وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو اصلی نړیوالو تړونونو کې دبیا کتنې هڅه کوی ،چې په تیرو وختونو کې لاسلیک شوی دی .
دچین خارجه وزیر وانګ ئی هم په دغې غونډې کې ټینګار کړی ، دچین او روسیې ګډې هلې ځلې په نړۍ کې له سټراټژیک ثبات اوسولې سره دمرستو لامل کیږی ، دچین د خارجه وزیر په وینا، بیجینګ اوماسکو : له یو قطبی نړۍ سره خپل ګډ مخالفت د :سټراټژیکې ملګرتیا په توګه ګڼی .