ناټو وايي که اړتیا وي بیا د جګړې ډګر ته راکوزیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68692-ناټو_وايي_که_اړتیا_وي_بیا_د_جګړې_ډګر_ته_راکوزیږي
ناټو عمومي منشي« ینس سټولټنبرګ » ویلي که چیرې اړتیا وي نو د ناټو جګړیز ځواکونه به یوځل بیا په افغانستان او عراق کې د جګړې ډګر ته ستانه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2018 10:55 Asia/Kabul
  • ناټو وايي که اړتیا وي بیا د جګړې ډګر ته راکوزیږي

ناټو عمومي منشي« ینس سټولټنبرګ » ویلي که چیرې اړتیا وي نو د ناټو جګړیز ځواکونه به یوځل بیا په افغانستان او عراق کې د جګړې ډګر ته ستانه شي.

 

ناټو وايي که اړتیا وي بیا د جګړې ډګر ته راکوزیږي

ینس سټولټنبرګ چې د کاناډا په اوتاوا پوهنتون کې یې وینا کوله زیاته کړې چې ناټو دې ته چمتوالی لري څو د اړیتا پر مهال یې جګړیز ځواک د جګړې ډګرونو ته بیا ستانه شي.

د ناټو عمومي منشي همداشان ټینګار کړی، چې اوسمهال د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره تر ټولو ښه ټاکنه په دغه هیواد کې شتون لري.

بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې جګړه ییز ماموریت پای ته رسولی، او له هغه وروسته یواځې دافغان ځواکونو د روزنې دنده پرمخ وړي.