په یمن دسعودی عربستان برید څلور نور کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68734-په_یمن_دسعودی_عربستان_برید_څلور_نور_کسان_وژلی
ایرنا خبری اژانس د لبنان د« المیادین» ټیلی ویژن په قول راپور ورکړی دیمن په لویدیځ کښې د حجه ولایت په مستبا(Almastaba) ولسوالۍ د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو په بمباریو کښې دیوې(۱) کورنۍ څلور(۴) غړی ووژل شول او څلور(۴) نور ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2018 00:45 Asia/Kabul
  • په یمن دسعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن ،امریکا او دنورو هیوادونو په حملواو بمباریو کښې تراوسه په سلګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوي دي .
    په یمن دسعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن ،امریکا او دنورو هیوادونو په حملواو بمباریو کښې تراوسه په سلګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوي دي .

ایرنا خبری اژانس د لبنان د« المیادین» ټیلی ویژن په قول راپور ورکړی دیمن په لویدیځ کښې د حجه ولایت په مستبا(Almastaba) ولسوالۍ د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دجنګی الوتکو په بمباریو کښې دیوې(۱) کورنۍ څلور(۴) غړی ووژل شول او څلور(۴) نور ژوبل شول .

دیمن په جنوب کښې په الضالع ښار  کښې« د امنیتی کمربند» په نوم د ځواکونو او دپخوانی استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د پلوی ځواکونو ترمینځ په پرونۍ نښتې کښې هم د ملکی  خلکو او دپوځیانو په شمول دوه ویشت(۲۲) کسان ژوبل شول .

دیمن دجنوب بدلونونه په دغه هیواد کښې د نفوذ پر سر د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو ترمینځ د اختلافاتو دزیاتیدا ښودنه کوی .

سعودی عربستان او  متحده عربی امارات د یوه بل د حذفولو کوشش کوی .

په یمن دسعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، اردن ،امریکا او دنورو هیوادونو په حملواو بمباریو کښې تراوسه په سلګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی دی .

د یمن ځواکونه هم د تیریګرو ځواکونو حملو ته په ځواب کښې کله نه د سعودی عربستان په خاوره او دغه راز په یمن کښې د ال سعود  رژیم او د  هغوې د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې کوی .