هند دپاکستان ډیپلوماټ تر تعقیب لاندې وروست
-
هند او پاکستان د غلیمانه اړیکو په دلیل تل یوبل په ترهګرو خوځښتونو او جاسوسۍ تورنوي .
ایرنا خبری اژانس وایی هندوستان دپاکستان یو(۱) ډیپلوماټ په ترهګرو بریدونو کښې د لاس لرلو په تور په تور فهرست(Black List) کښې شامل کړی او له نړیوال پولیس اینټرپول څخه یې دهغه د نیول کیدا غوښتنه کړی ده .
دا لومړی ځل دی چې دهندوستان د تحقیقاتو اداره د پاکستان یو ښاریز تر تعقیب لاندې دکسانو په فهرست کښې شاملوی او دهغه دعکس په خپرولو سره د نوموړی په اړه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو غوښتنه کوی .
د هندوستان دتحقیقاتو اداره ادعا کوی« امیر زبیر صدیقی »چې د سریلانکا په پلازمینې کولمبو کښې د پاکستان د کنسولګرۍ د ویزې په برخه کښې د کنسولر په توګه یې فعالیت کاوه په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې له دوو(۲) نورو ډیپلوماټانو سره یوځاې دامریکا په کنسولګرۍ او دهند په جنوب کښې دپوځ په مرکز د حملو د کوشش کاوه .
هند او پاکستان د غلیمانه اړیکو په دلیل تل یوبل په ترهګرو خوځښتونو او جاسوسۍ تورنوی .