دیمن پوځ د سعودی عربستان په نجران برید کړی
-
تر هغه وخته چې د تیریګرو تیري او کلابندۍ دوام ولري دهغوې په اقتصادي تاسیساتو به دیمن توغندوي حملې هم دوام ولري .
مهر خبری اژانس وایی د یمن د ولسی کمیټیو او دپوځ دتوپونو او د توغندوی برخو بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې په« نجران »کښې د حکومتی عسکرو په مرکزونو حملې وکړې .
دیمن عسکرو او ولسی کمیټیو په دغو عملیاتو کښې په نجران کښې په «نهوفه» سیمه کښې دسعودی عربستان د عسکرو په اډو د توغندیو او د توپونو ډزې وکړې .
د یمن د ولسی کمیټیو او دپوځ د توپونو او توغندیو دبرخې عسکر پرون سهار بریالی شول دسعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په جیزان کښې د عربستان دګوډاګیانو په مرکز حمله وکړی .
مخکې هم د یمن دپوځ ویندوی« شرف لقمان» ټینګار کړی وو تر هغه وخته چې د تیریګرو تیری او کلابندۍ دوام ولری دهغوې په اقتصادی تاسیساتو به دیمن توغندوی حملې هم دوام ولری .
په یمن د سعودی عربستان د دیکتاتور رژیم چې له امریکا او نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یو ځاې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره پوځی او مالی مرسته کونکی دی په حملو کښې تراوسه په لسګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی دی .