روان کال په عربستان دیمن دتوغندیو د ویشتلو کال دی
-
دیمن پوځ او ولسي کمیټیو په« جیزان» ، «نجران» او «عسیر» سیمو کښې د عربستان په مرکزونو شپږ(۶) بلاسټیک توغندي ویشتلي دي .
زمونږ خبریال وایی دیمن د لوړې سیاسی شورا مشر صالح الصماد وویل روان کال دتیریګر دښمن په سنګرونو د بلاسټیک توغندیو د ویشتلو کال دی .
هغه پرون دې ته په اشارې سره چې سعودی عربستان به دیمن له توغندیو په امان کښې نه وی ټینګار وکړ سږکال باید دیمن لپاره د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د تاوتریخوالی په وړاندې دجنګ د ختمولو کال ووسی .
صالح الصماد وویل امریکا ته په سفر کښې د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان دریځونه ذلیلانه وو او هغه حتی د فلسطین مسله تر پښو لاندې کړه .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دهیواد په هستوګنو سیمو عربستان د بمباریو او دبې ګناه خلکو د وژلو دوام ته په غبرګون کښې په تیرو دولسو(۱۲) ورځو کښې په« جیزان» ، «نجران» او «عسیر» سیمو کښې د عربستان په مرکزونو شپږ(۶) بلاسټیک توغندی ویشتلی دی .
د یمن پوځ او ولسی کمیټۍ هم پرون دهیواد په لویدیځ ساحل کښې په یو لړ عملیاتو کښې بریالې شوې د سوډان دیرش (۳۰)ګوډاګیان ووژنی .