د سعودی عربستان مفتیان د اسلامی امت د نابودۍ لامل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68904-د_سعودی_عربستان_مفتیان_د_اسلامی_امت_د_نابودۍ_لامل
د تیونس یوه مشهور عالم د سعودی عربستان د مفتیانو فتواګانې د اسلامی امت د نابودولو او تباهۍ لامل بللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 08:02 Asia/Kabul
  • د سعودی عربستان مفتیان د اسلامی امت د نابودۍ لامل

د تیونس یوه مشهور عالم د سعودی عربستان د مفتیانو فتواګانې د اسلامی امت د نابودولو او تباهۍ لامل بللی دی.

زمونږ خبریال راپور راکوی،د تیونس یوه مشهور عالم،شیخ شبیر بن حسن په خپله فیس بک پاڼه کښې لیکلی دی:په تیرو څو لسیزو کښې د سعودی عربستان د مفتیانو فتواګانې د اسلامی امت د نابودیدا سبب شی  او سعودی واکمنان  اخوان المسلمین په ترهګرۍ تورنوی  او اروپایان ترې ویروی . د دغه عالم په وینا،دا په داسې حال کښې دی  چې ترهګرۍ د سعودی رژیم د سیاستونو او د وهابی ملایانو د فتواګانو زیږنده ده.

شیخ شبیر همدغه راز د حرمینو شریفینو پاکه خاوره تر نیواک لاندې ګڼلی او لیکلی یې دی:هر څوک چې د مسلمانانو دواړه قبلې تر نیواک لاتدې ونه بولی  نو هم له شرعی او هم عملی نظره جاهل دی.هغه د بیلګې په توګه د سعودی عالمانو څو فتوو ته اشاره کړی او وییلی یې دی؛په څو تیرو لسیزو کښې دغه فتوې د اسلامی امت ترمینځ د فتنې او اختلافاتو د رامینځته کیدا لامل شوی،د مثال په توګه د بې لمانځه کس د کافر بللو فتوا چې د زیاتو فتنو سبب شوه،همدا راز د اسماء او صفاتو په مفهوم کې په مخالفینو باندې د بدعتیانو حکم، چې باید تعلق او  اړیکې ورسره  غوڅې او آن  ووژل  شی .

دغه  تیونسی عالم وایی چې د سعودی درباری عالمانو د عراق په پخوانی ولسمشر صدام حسین او د هغه په ګوند د کفر فتوی صادره کړه او «بیا یې د همدې فتوی په رڼا کې له امریکا  مرسته اخیستل جایز او روا وبلل او عراق یې په امریکایانو وران او ویجاړ کړ.

شیخ بشیر بن حسن، د اسلامی امت د «تباه کوونکو فتواګانو» په لړ کې زیاتوی: «که د چا پایڅې په ناپامۍ هم له ښنګرو ټیټې وی  سخت رټل  او غندل  کیږی . دغه تونسی عالم وایی، سعودی علماء د هغه چا په خلاف د ګمراهۍ او بې لاریتوب فتوی ورکوی چې له واکمنو سره همنظره نه وی، دغه راز یې «توحید» یوازې په خپلې شخصی عقیده او هیواد کې منحصر کړی او داسې ښیی چې ګواکی  له دوی پرته نور مسلمانان «مشرکان» دی.

د هغه په وینا، د سعودی مفتیانو د شرعی نصوصو دایره تر دې حده راتنګه کړې چې په فتواګانو کې نه ځمکنی حقائق په نظر کې نیسی او نه د شرعی احکامو مقاصدو ته پام کوی، بلکې وچ په ظاهر پسې نښتی وی.

شیخ بشیر بن حسن یو هغه  عالم دی چې د کندز د دشت ارچی ولسوالۍ په یوې مدرسې یې وروستی بمبارۍ په کلکه غندلی او د  کعبې پر ملاامام ،عبدالرحمن سدیس یې  هم نیوکه  کړی چې د جمعې لمانځه په خطبه کې  یې د کندز  د  عامې وژلې  جنایت  غندلی نه دی .