مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68910-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی تر دی سرټکی لاندی چی «سوریه؛ د سیمی د ور آخوا لوبغاړو تر دباؤ لاندی»، په یو راپور کی لیکلی دی: د امریکی دفاع وزارت؛ د یوې بیانیی په صادرولو سره د سوریی د حمص ولایت د ټیفور( T4) په پوځی هوایی ډګر، په توغندویی حملو کی لاس لرل، تکذیب کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 09:43 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی تر دی سرټکی لاندی چی «سوریه؛ د سیمی د ور آخوا لوبغاړو تر دباؤ لاندی»، په یو راپور کی لیکلی دی: د امریکی دفاع وزارت؛ د یوې بیانیی په صادرولو سره د سوریی د حمص ولایت د ټیفور( T4) په پوځی هوایی ډګر، په توغندویی حملو کی لاس لرل، تکذیب کړل.

په همدی حال کی؛ د بشری حقوقو د څارونکی مؤسسی له قوله د

فرانسی خبری آژانس راپور ورکړ؛ د سوریی په مرکز د دغې حملې له کبله، ۱۴ کسان وژل شوی دی.

پرون سهار وختی؛ د سوریی دولتی خبری آژانس( سانا )، د دغه هیواد په مرکز کی، د تیفور په هوایی ډګر د توغندویی حملې خبر خپور کړ. دغې خبری سرچینی په پیل کی امریکایی ځواکونه د دغو حملو احتمالی سرچینه او لامل وبلل، خو څو ګړی وروسته یی له خپلو خبرونو څخه دا برخه و ایستله.

د وروستیو ترلاسه شویو راپورونو له مخې د اسرائیلو د جګړې وزیر منلې ده، چی دغه توغندویی حملی د اسرائیلو د جنګی الوتکو په وسیله سرته رسیدلی دی.  

*******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی د ایران د اسلامی جمهوریت له یو شمیر چارواکو او مسؤولانو په کتنه کی، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود پرونی ویناوی چاپ شوی، چی ځینی برخی یی را اخلو:  

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اسلام او د ایران د اسلامی جمهوریت په اهدافو او مقاصدو باندې د چارواکو او مسئولانو

د ټینګ اودرېدنې په لازموالی تاکید وکړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه په دغه کتنه کښې د اخترونو او د رجب یا بزرګې د میاشتې د مبارکۍ په ویلو سره، دغه مبارکې ورځې د عبادت او توسل لپاره مهم فرصتونه وبلل او وې فرمایل: تقوا او له ګناه، خیانت او دنیا غوښتنې څخه ډډه کول چې د ټینګ اودرېدنې عامل او په فرائضو کښې زیاته فرض چاره ده له خداے پاک سره د ارتباط او تعلق له پیاوړتیا سره تړاو لری.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په غفلت او تدریجی غورزېدنې باندې له اخته کېدو څخه د مخنیوی لار مراقبه یا په خپلو اعمالو څارنه وبلله او زیاته یې کړه: په اسلامی جمهوریت کښې مونږ ټول مسئولان د خپلو زړونو تعمیر او رغونې ته ضرورت لرو، ځکه چې اسلامی جمهوریت د توحید، الهی شریعت، عدالت، ازادۍ او خپلواکۍ په شان د مهمو مقاصدو او آئیډیالونو په بنیاد رامنځته شوئ دئ، او په دنیا کښې له متعارفو حکومتونو سره فرق کوی.

حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د هېواد د اقتصادو د بنسټ په توګه د کار او کسب فضاء د برابرولو په لازموالی باندې په تاکید سره واضحه کړه، د دغه کار ترسره کول د مقاومتی اقتصاد د مشرتابۀ د کمېټۍ د دندې برخه ده، او هغه کمېټی هم د مشکلاتو د هواری په لټه کښې ده، خو پکار دی کار په ځوانمردانه ځواک او انګېزې سره تعقیب کړاې شی.

********

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی د کرزی له قوله لیکل شوی دی:« امریکی موږ دوکه کړو، یواځی روسیه کولای شی له افغانستان سره مرسته وکړی.

د افغانستان پخوانی ؤلس د دی خبری په کولو سره؛ چی امریکی موږ په ټولو چارو کی تیر ایستلو، اعلان وکړ: روسیه؛ یواځنئ هیواد دئ، چی کولای شی له موږ سره د ټروریزم په خلاف جګړه کی مرسته وکړی.

حامد کرزی څرګنده کړه: نه امرکائیان؛ چی له ۱۷ ؤ کلونو راهیسی موږ وژنی، او نه انګریزان؛ چی موږ څو ځلې هغوی له خپل هیواد څخه شړیدلی دی، له افغانستان سره مرسته کولای شی، بلکه یواځی روسیه کولای شی. کرزی زیاته کړه: روسیی تل له موږ سره مرسته کړې ده، او حتی کله چی یی په افغانستان لښکر کښې وکړه، زموږ په هیواد کی یی د ښوونځیو او روغتونونو په

جوړولو اقدام وکړ.

حامد کرزی د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کی وویل: امریکائیان هر کله چی وایی؛ د القاعدې ډله په افغانستان کی د روسیی د یرغل په نتیجه کی رامنځته شوه، درواغ وایی؛ ځکه چی هغوی یواځی غواړی، په یو زبر ځواک هیواد بدل شی.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله یی څه لکینی کړی دی:

د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په پاکستان کې د یو شمېر طالب مشرانو د نیولو په اړه پر خپاره شویو راپورونو لیکنې خپرې کړې دی.

دنیا :

دنیا ورځپاڼې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په حواله لیکلی دی چې پاکستان پر طالبانو فشارونه زیات کړی او همداراز یې یو شمېر طالب مشران زندان ته اچولی دی.

 

ورځپاڼه لیکی چې د طالبانو دې پخوانی چارواکی د ډېلی ټایمز ورځپاڼې ته ویلی چې طالبان به د پاکستان دا ډول فشارونه ونه‌منی.

 

ورځپاڼې لیکلی دی چې ملا عبدالسلام ضعیف وایی چې د پاکستان له‌خوا دا اقدام داسې مهال کېږی چې اوس په سیمه کې د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو لپاره هڅې روانې دی.

خو ورځپاڼه لیکی چې ملا ضعیف وایی چې طالبان غواړی یوازې له امریکا سره د خبرو له لارې، په هېواد کې موجوده بحران پای ته ورسوی، نه د ایران او پاکستان په وسیله.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې بیا د ملا عبدالسلام ضعیف دې څرګندونو ته په اشارې چې پاکستان یو شمېر طالب مشران نیولی، لیکلی چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته.

ورځپاڼې لیکلی دی چې ملا عبدالسلام ضعیف دا څرګندونې داسې مهال کړی چې اوس اوس کابل د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسی د سفر شاهد و، او له ولسمشر اشرف غنی سره‌یې په لیدنه کې ځینې موافقې کړی چې د ورځپاڼې په وینا، که چېرې په سمه توګه پلې شی، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به موجوده ستونزې هوارې شی.

ورځپاڼه لیکی، کله چې د پاکستان صدراعظم کابل ته په لار و، نو د دغه هېواد جنګی الوتکو د افغانستان هوایی حدود مات کړل او د کونړ په ځینو سیمو یې بمونه وغورځول.  

د ورځپاڼې په وینا، د دغو پرمختګونو یو اساسی هدف پر طالبانو د اسلام‌اباد د نفوذ ښودل دی، او په ورته وخت کې ښایی پاکستانیان دا ښودل هم وغواړی چې خپلو تازه ژمنو ته پابند دی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې هم د پاکستان له‌خوا د ځینو طالب مشرانو د نیولو په اړه د ملا عبدالسلام ضعیف څرګندونې راخیستې دی، خو په یو جلا مطلب کې یې دا پوښتنه کړې چې ایا د سولې په اړه له افغان حکومت سره د پاکستان د همکارۍ وروستۍ ژمنې به کومه نتیجه ورکړی؟

 

ورځپاڼې لیکلی دی چې که څه هم د پاکستان د صدراعظم سفر په یو ناسم چاپېریال کې شوی او زیاته تمه ترې نه‌شی کېدای، خو لیکلی یې دی، که اسلام‌اباد د سولې د ټینګښت په برخه کې صادقانه همکاری وکړی، نو د موجوده بحران حل ممکن دی.

ورځپاڼه لیکی، پاکستان کولای شی چې طالبانو ته سپارښتنه وکړی، یا یې له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوی او یا هم له پاکستان څخه وباسی.

ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د ملا عبدالسلام ضعیف څرګندونو ته کتنه کړې او لیکلی یې دی، که څه هم پر طالبانو د پاکستان د نفوذ د کچې په اړه ګمانونه موجود وو، خو ملا عبدالسلام ضعیف وایی چې پاکستان د یو شمېر طالب مشرانو په نیولو سره پر دوی فشارونه داسې مهال زیات کړی چې طالبان ورته تن نه‌ږدی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې ځینی طالب مشران په دې باور دی چې د ولسمشر اشرف غنی له‌خوا دوی د یو سیاسی قدرت په توګه د پېژندلو تر شا کومه توطئه موجوده ده، نو ځکه‌یې دا طرحه رد کړې ده.

خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په حواله لیکلی چې روسیه کولای شی چې له پاکستان سره د نویو اړیکو پر بنسټ، اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له بهیر سره همکارۍ ته اړ باسی.