ورځپاڼو ته کتنه
خوږو ملګرو ښې پیرزوینې مو ومنی اوس هم ورځپاڼو ته د کتنې له یوه بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو اول په تهران کښې چاپیدونکی ورځپاڼې او بیا هم نړیوال مطبوعات.........
په ایران کښې د چاپیدونکو ورځپاڼو په سر کښې جمهوری اسلامی ورځپاڼه چې دا مهم خبر یې خپل سرټکې ګرځولی او لیکلی یې دی:
یوه تونسی عالم وییلی: اسلامی امت د سعودی مفتیانو فتواګانو تباه کړ
ورځپاڼې زیاته کړی:د تونس هیواد مشهور عالم (شیخ بشیر بن حسن) وایی چې په تېرو څو لسیزو کې د سعودی عربستان د رسمی دینی مراجعو فتواګانې د اسلامی امت د تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځیدلی.
هغه په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلی چې د سعودی واکمنان په اخوان المسلمین د ترهګرۍ تور لګوی او اروپایان ترې ډاروی. خو په وینا یې، حال دا چې ترهګری د سعودی او د هغه د علماوو له فتواګانو زیږیدلې ښکارنده ده.
شیخ بشیر د حرمین شریفین خاوره تر نیواک لاندې بللې او زیاته کړې یې ده چې «هر څوک زمونږ دواړه قبلې ترنیواک لاندې نه ګڼی، هغه هم شرعا او هم عملا جاهل دی».
نوموړی تونسی عالم زیاته کړې:
«لومړنۍ قبله بیت المقدس مو د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده، خو دوهمه قبله مو عربو او اسرائیلونیولی ده. د دواړو قبلو ازادی په مونږ ټولو باندې واجب ده».
شیخ بشیر بن حسن د مثال په توګه د سعودی علماوو څو هغه فتواګانې ذکر کړی، چې په وینا یې په تېرو څو لسیزو کې د اسلامی امت ترمینځ د اختلاف او فتنې لامل ګرځیدلی.
او زیاتوی: «د بې لمانځه کس د تکفیر فتوی ډیرې فتنې وزیږولې. همدا راز د اسماء او صفاتو په مفهوم کې په مخالفینو باندې د بدعتیانو حکم، چې باید تعلق ورسره قطع او آن ووژل شی».
شیخ بشیر بن حسن، د اسلامی امت د «تباه کوونکو فتواګانو» په لړ کې زیاتوی: «که د چا پایڅې په ناپامۍ هم له ښنګرو ټیټې وی تر سختې رټنې او غندنې لاندې راځی،
یاد تونسی عالم وایی، سعودی علماء د هغه چا په خلاف د ګمراهۍ فتوی ورکوی چې له واکمنو سره همنظره نه وی، دغه راز یې «توحید» یوازې په خپلې شخصی عقیده او هیواد کې منحصر کړی او داسې ښیی چې ګویا له دوی پرته نور مسلمانان «مشرکان» دی.
جمهوری اسلامی ورځپاڼې په پای کښې لیکلی:شیخ بشیر بن حسن یو له هغو علماوو دی چې د کندز د دشت ارچی ولسوالۍ په یوې مدرسې یې وروستی بمبار په کلکه غندلی او د حرم شریف امام (عبدالرحمن سدیس) یې راننګولی چې د جمعې لمانځه په خطبه کې د کندز عام وژنه وغندی.
ــــــ دا هم رسالت ورځپاڼه چې په تهران کښې چاپیږی او تهران ته یې د سوریې په چارو کښې د روسیې د اولمشر د ځانګړی استازی د سفر خبر خپور کړی او لیکلی یې دی:
په سیاسی چارو کښې د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو دوزیر لوړرتبه مرستیال حسین جابر انصاری په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې د موضوع مطرح کول له ترهګرۍ د اوزاری استفادې د دوام لپاره د ځینو قدرتونو د فضا جوړول وبلل .
هغه پرون په تهران کښې دسوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازی الکساندر لاورنتیف (Alexander Lavrentiev) سره په کتنې کښې ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت د کیمیاوی وسلو له موضوع اوزاری استفاده نه منی . حسین جابر انصاری وویل که چیرې په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه کومه ادعا وی هم نو ایران غواړیدغه مسله قانونی پلوه وجاجول شی .
هغه زیاته کړه،د کیمیاوی وسلو د ترټولو ستر قربانی په توګه دایران د اسلامی جمهوریت دریځ تل روڼ پاته شوی دی اوتهران د هیڅ هیواد لخوا دکیمیاوی وسلو کارول نه منی .
دروسیې خارجه وزارت هم ویلی هغه ادعاګانې چې دسوریې په دوما کښې دکیمیاوی حملې په اړه کیږی یوازې دترهګرو ډلو داقداماتو د پوښښ او پرسوریې د بهرنیو هیوادونو د پوځی حملې د توجیه لپاره تعقیبیږی .
--- په ایران امروز ورځپاڼه کښې دا خبر راغلی چې ....
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواکونو سترقومندان په عراق او سوریې کښې د داعش پریکنده ماتې او د خپلې خولې د خلافت یی پرځول په سیمه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سم او پر وخت رول لوبول وبلل.
جنرال پاسدار محمد علی جعفری د ساتندویه ځواکونو له یوشمیر قومندانانو، مسئولانو او کارکونکو سره په کتنه کښې، د نیابتی او ترهګرو جنګونو په وړاندې د اسلامی مقاومت د جبهې بریاو او د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران په سمو او پر وخت ملاتړونو او رول لوبونو سره د داعش پریکنده ماتې او ورپسې د ترهګرو له شتونه د ښارونو دوامداره پاکسازی او هم د عراق د کردستان د بیلتون د ټولپوښتنې د دسیسې شنډیدو په روانو ډیرو حساسو او برخلیک جوړونکو حالاتو کښې د اسلامی انقلاب او اسلامی امت بریاوې ټولو ته څرګندې کړې.
جنرال جعفری تیر لمریز کال په کورنیو او سیمه ایزو سویو د امریکایانو او د سپینې ماڼۍ د متحدانو لپاره د ګڼو او پرله پسې ماتو کال او د اسلامی مقاومت په جبهه کښې د ایران د ولس لپاره د سترو بریاو کال وباله او ټینګار یې وکړ: تیر کال د اسلامی انقلاب د بریالیتوب او د ایران د خلکو د بصیرت د نندارې کال و او د سپیڅلی جمهوری اسلامی نظام اقتدار یې له مخکښې زیات پیاوړی کړ.
اوس هم په کابل کښې چاپیدونکی ورځپاڼې چې له انټرنیټه مو راخیستلی:
د کابل ورځپاڼو د نن ورځې تبصرې تر ډېره د پاکستانی پوځیانو پر راکټی بریدونو او د پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر وروستۍ مرکې څرخی.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې په خپله تبصره کې پر افغان حکومت انتقاد کړی چې پر افغان خاوره د پاکستانی پوځیانو د راکټی حملو پر وړاندې خاموشه دی او له څه کولو ډډه کوی، حال دا چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم له سفر وروسته دغو بریدونو زور اخیستی دی چې پهکې یو افغان هم وژل شوی دی.
ورځپاڼې لیکلی دی، له یوې خوا پاکستانی پوځیانو د زیاتو سیمو د لاندې کولو لپاره پر ډیورند کرښه خپل تمرکز زیات کړی دی او له بل لوری د راکټی حملو په وسیله غواړی یو شمېر سیمې خالی کړی، څو هلته داعش او نورې وسلهوالې ډلې ځای پر ځای شی.
- ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې هم لیکلی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستانی پوځیانو د کونړ ولایت پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو څلور سوه ۳۳ توغندی ویشتلی دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې دا حملې وروسته له هغې زور اخلی چې د تېرې جمعې په ورځ کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسی د سفر پر مهال د دواړو خواو ترمنځ د خبرو یوه اصلی موضوع د پاکستانی پوځیانو راکټی حملې وې.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې وه چې د راکټی حملو مسئله به په جدی توګه تعقیبوی او پس له دې به پر افغان خاوره د پاکستانی پوځیانو لهخوا راکټی حملې ونهشی.
- هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې هم د پاکستانی پوځیانو لهخوا پر افغان خاوره د راکټی حملو د بیا پیل مسئلې ته په اشارې لیکلی دی چې پاکستان له افغانستان سره په هېڅ یوه ژمنه هم ولاړ نهدی.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان د دغو حملو په وړاندې یوه داسې معقوله لار خپله کړی چې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته افغانان ژوبل نهکړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د افغان حکومت لپار غوره دا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کې دې عملاً برخه واخلی او پر اسلام ابادحکومت د نړیوالو فشارونو د زیاتولو تر څنګ، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پرتو بېوزلو سیمو د پرمختګ لپاره دې پلانونه ډېر کړی.
د کابل ځینو نورو ورځپاڼو د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د وروستۍ مرکې په اړه تبصرې کړی چې پهکې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې امریکا او بریتانیا دواړه ناکامه بلل شوی دی.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې په خپله تبصره کې د ښاغلی کرزی د مرکې دا برخه راخیستې چې ویلی یې دی، په افغانستان کې نړیواله اجماع لهمنځه تللې او د همکارۍ پر ځای د نړیوالو قدرتونو ترمنځ تقابل رامنځته شوی دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې ښاغلی کرزی په خپله مرکه کې امریکا او بریتانیا دواړه د سولې په ټینګولو کې ناکامه بللی دی او سپارښتنهیې کړې چې د سولې په پروسه کې باید د روسیې همکاری جلب شی.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې بیا د کرزی صاحب د نیم رښتیا تر عنوان لاندې په خپله تبصره کې لیکلی دی چې زموږ د سیاستوالو بدبختی دا ده چې رښتیا نهوایی، کهیې وایی، نو نیم رښتیا وایی او پاتې خبرو کې خپلې عقدې سړوی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې کرزی صاحب هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې نیم رښتیا ویلی دی او پاتې خبرې یې سراسر د هېواد په زیان دی.
ورځپانه لیکی چې د ښاغلی کرزی دا خبره رښتیا او حقیقت دی چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د ترهګرو اصلی مرکزونه په نښه نهکړل او لهمنځه یې یونهوړل، بلکې خپل ټول تمرکز یې افغانستان ته ځانګړی کړ.
ورځپاڼه لیکی، که افغانان په بل څه نهپوهېږی، په دې خو پوهېږی چې د دښمن دښمن دوست او د دښمن دوست دښمن دی.
د ورځپاڼې په باور، روسیه اوس د پاکستان دوست دی او پاکستان د افغانانو ازلی دښمن او روسیه به په اوس وخت کې هېڅ داسی پرېکړه ونهکړی چې د افغانستان په خیر او د پاکستان په زیان وی.