دامام موسی کاظم(ع)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69006-دامام_موسی_کاظم(ع)دشهادت_دکلیزې_په_مناسبت_تسلیّت_ومنئ
دتهران ریډیو پښتو خپرونه په دې مناسبت د نړۍټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 12, 2018 00:33 Asia/Kabul
  • دامام موسی کاظم(ع)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

دتهران ریډیو پښتو خپرونه په دې مناسبت د نړۍټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.

د رجب د میاشتې پنځویشتمه نیټه د  حضرت محمد مصطفی (ص) دیوه پاک لمسی او دامامت د آسمان  داوم ځلانده ستوری حضرت  امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د شهادت کلیزه ده.

حضرت امام موسی کاظم (ع) کابو ۳۵ کاله د مسلمانانو د امامت دنده ترسره کړه خو له دې کلونو یې ډیره موده د عباسی واکمنانو په جیلونو او جلاوطنۍ کښې تیره کړه.

بلآخره د هغه واخت عباسی واکمن هارون الرشید چې نه ئې غوښتل خلک  د حضرت موسی کاظم علیه السلام د علم او فضیلت له بې پایانه سمندره ګټه پورته کړی، د یوې دسیسې په اساس  ئې په زندان کې هغه بزرګوار ته   زهر ورکړل او هغه حضرت په ۵۵ کلنۍ کښې په کال ۱۸۳ قمری کښې شهید کړ .

دتهران ریډیو پښتو خپرونه په دې مناسبت  د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې   په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.