روحانی:پر سوریې د آمریکا حمله، له ترهګرۍ څرګند ملاتړ
د اسلامی ایران اولسمشر پر سوریې د آمریکا،انګلیس او فرانسې تیری،په سیمه کښې د ترهګرۍ د پیاوړتیا لپاره یو اقدام وباله.
حسن روحانی نن د سوریې له اولسمشر سره په ټیلی فونی تماس کښې پر دې په ټینګار سره چې د ایران دولت او ملت د سوریې ترڅنګ ولاړ دی،زیاته کړه:په داسې شرایطو کښې چې ترهګر هره ورځ نوی ماته زغمی د سوریې پر خاوره د آمریکا او ملګرو یې تیری په پریکنده توګه له ماته خوړلو ډلګیو د ملاتړ په معنا ګڼل کیږی.
هغه د سوریې پر مځکینی بشپړتیا په ټینګار او دې خبرې سره چې د دغه هیواد جغرافیایی پولې باید هیڅکله بدلې نه شی،جوته کړه:د سوریې دولت له اجازې پرته په دغه هیواد کښې د هر بهرنی ځواک شتون د نړیوالو قوانینو خلافورزی او پر خاوره یې یوډول تیری دی.
د اسلامی ایران اولسمشر وویل:هیڅ بهرنی دولت د سوریې د راتلونکی په هکله پریکړه نه شی کولای او اصلی پریکړه کونکی د سوریې خلک دی او د ایران اسلامی جمهوریت به د سوریې د دولت او ملت تر څنګ پاته شی.
بشارالاسد هم په دغو خبرو کښې د اسلام د عظیم الشان پیغمبر(ص)د بعثت اختر په مناسبت د مبارکۍ په وړاندې کولو سره وویل: پر سوریې د آمریکا او ملګرو یې تیری د مقاومت لارې په دوام کښې د دغه هیواد د دولت او ملت په ارادې کښې هیڅ خنډ رامینځته نه کړ.هغه د سوریې له دولت او ملته د ایران د دولت او ملت د ملاتړونو او مرستو په قدرونې سره زیاته کړه:آمریکا او متحدان یې کله چې له سیاسی لارو خپلو موخو ته ونه رسیدل شول،نو د درستو نړیوالو قوانینو په چخڼی کولو سره یې د سوریې پرخاوره تیری وکړ.