مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69196-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی، په سوریی د وروستیو توغندویی حملو په اړه پخپل یو راپور کی لیکلی دی:« عربستان په سوریی د حملې لګښت منلئ، روسانو خپل مخکنۍ لاپی شاپی اجرا نه کړې »
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 09:59 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی، په سوریی د وروستیو توغندویی حملو په اړه پخپل یو راپور کی لیکلی دی:« عربستان په سوریی د حملې لګښت منلئ، روسانو خپل مخکنۍ لاپی شاپی اجرا نه کړې »

د جنوبی آلاباما پوهنتون د جزایی چارو او سیاسی علومو د پوهنځی پخوانی مشر« نادر انتصار » ټینګار وکړ: حاضر دمه نشو ویلای چی په سوریی د حملې په وخت د روسیی د عکس العمل

نه ښودلو دلیل؛ د مسکو شاته تګ، یا د روسانو ناتوانې او یا د پردې ترشا معامله وه. شاید روسان نور دلایل ولری، مګر هغوی تر اوسه پوری په ژبنی غندنی او عکس العمل بسنه کړې ده، او خپلی مخکنۍ لاپی شاپی نه دی اجرا کړی. 

د بهرنیو چارو دغه څیړاندی، د دی پوښتنی په ځواب کی چی ولی د امریکی دولت، یواځی په توغندویی حملو بسنه وکړه، او خپل ځمکنی ځواکونه سوریی ته ونه لیژل؟ څرګنده کړه: د ټرمپ دولت، په سوریه کی په پراخه نښته کی ښکیلیدل نه غواړی، ځکه یی نه غوښتل د ځمکنیو ځواکونو په لیژلو سره، له ایران او سوریی سره ښکیل، او د سوریی جګړې په جبۍ کی ډوب شی.

نادر انتصار؛ د دی پوښتنی په ځواب کی، چی آیا له کیمیاوی وسلو څخه د بشار اسد دولت د استفادی په پلمه، په راتلونکی کی د توغندویی حملو د دوام احتمال شته؟ وویل: دا احتمال به تل وجود ولری. البته په اوس حال او راتلونکی کی به د روسیی عکس العمل، د امریکی دولت په تصمیم اغیز ولری.

*******

 د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی بیا، په سوریی د ورستۍ

توغندویی حملې په اړه، تر دی سرلیک لاندی چی« روسیه او لویدیځ؛ نه ساړه او نه تاوده » لیکی:

په اوس حال کی داسی بریښی، چی د حملو د کچې محدودیت ، او د داشان اقداماتو ننداره ای والی ته په پام سره، د روسانو عکس العمل به هم یواځی د ډیپلماتیکی حوزې په محدوده کی پاتی شی.

روسان به له یوې خوا هڅه وکړی، چی له خپلو متحدینو او لویدیځو هیوادونو سره دوه اړخیزی او څو اړخیزی سلا مشوری زیاتی کړی، او له بلې خوا د امنیت په شورا کی هم، د دریو لویدیځو هیوادونو اقدام، د یو تیری ګر اقدام په توګه مطرح کړی، او له سیاسی نظره؛ دغه موضوع په نړیوالو ارګانونو، په تیره بیا په امنیت شورا کی مطرح وساتی. پدی اساس به؛ د روسیی له خوا د متقابل پوځی عکس العمل کتونکی ونه اوسو، خو ډیپلماتیکی هلې ځلې به دوام ومومی، د دی په ترځ کی چی په هر حال دا احتمال شته، چی روسان په یو ډول دغو حملو ته عکس العمل وښیې، او په بل ډول رودو سره یی، د داشان حملو لپاره په غیر مستقیمه توګه یو لړ ځوابونه په پام کی نیولی وی.

په کلې ډول، یو دا شان اقدام نشی کولای د سوریی د بدلونونو په 

پروسې جدی اغیز وشیندی، او د قواؤو انډول ګډوډ کړی. په اساسی توګه؛ د شنبې ورځې سهارنۍ توغندویی حمله، یوه هوایی حمله وه؛ چی په کاملاً محدوده جغرافیا کی یی بڼه ونیوله، او نسبتاً لږ زیانونه یی رامنځته کړل. هغه څه چی د سوریی په معادلاتو کی اغیزمن دی، د جګړې او د عمل په ډګر کی شتون دئ، چی نن سبا لویدیځ لوری؛ داشان شتون نه لری، خو روسیه هم له سیاسی نظره؛ او هم له پوځی نظره په مستقیمه توګه د سوریی په میدان کی شتون لری. 

********

د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی هم، په سوریی د توغندویی حملې په هکله، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویناؤو ته اشاره شوې ده، چی ځینی برخی یی را اخلو:

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، پر سوریې د امریکې، برطانیې او فرانسې توغندویی حمله جنایت وباله او ویې وویل: د آمریکا او فرانسې اولسمشران او د بریتانیا لومړۍ وزیره جنایتکاران دی او یو بل جنایت یې وکړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د نظام له یو شمېر مسئولانو،

د اسلامی هېوادونو له  سفیرانو او د خلقو  له بیلابیلو پرګنو سره په کتنه کښې، له  کېمیائی وسلو سره د مخالفت په اړه د آمریکا،بریتانیا او فرانسې د  ادعا په دروغ بللو سره  ټینګار وکړ:اسلامی جمهوریت به د تل په شان د مقاومت چورلیز تر څنګ وی،  او آمریکا به هم په سیمه کښې خپلو موخو ته په رسیدا کښې خامخا ماته وخوری، او د عراق او افغانستان د برخلیک په شان به  په سوریې کښې هم، له   خپلو جنایتونو هیڅ ګټه ترلاسه نه کړی.

د اسلامی انقلاب معظم  لارښود د آمریکا د ولسمشر هغې خبرې ته په نغوتې سره چې په سوریې کښې یې له داعش سره د مقابلې او ورته د ماتی ورکولو ادعا کړی وه،وفرمایل:دغه وینا بیخی دروغ  ده، ځکه چې آمریکایانو د سعودی او د نورو په پیسو په عراق او سوریې کښې دغه خبیث موجودات رامینځته کړل، او چیرته چې اړینه وه، له ترهګرو یې ملاتړ وکړ او کله چې د داعش اصلی عناصر په محاصره کښې وو،نو ویې ژغورل.

د آمریکا له لوری د ملګرو ملتو  منشور ته بې پامی اوږده مخینه لری لکه په ۲۰۰۳ کال کښې یې  د ډل وژونکو وسلو په پلمه پر  عراق یرغل وکړ خو ترې د پینځلسو کلونو  په تیریدا پسې، اوس هم ثابته شوی نه ده، چې صدام رژیم  داسې وسلې درلودلی وی او  په دې ډول د ملکیانو پر وژلو او نیواکګری سره خپلو موخو ته ونه رسیدل. البته د داعش په څیر د ترهګرو ډلګیو جوړیدا یې پایله پاته شوی ده. همداسې په افغانستان کښې هم وشول او په دغه هیواد کښې د آمریکا او متحدانو یې له پوځی شتونه د ۱۷ کلونو په تیریدا سره  یې د امنیت مخ لیدلی نه دی  او د نیواکګری  په سیوری کښې  د ترهګرو حملو د دوام او د داعش د نفوذ کتونکی یوو.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو او د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب لیکلی دی.

افغانستان ما

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې موضوع راخېستې او د سولې د عالی شورا د دارلانشا د رئیس اکرم خپلواک په حواله یې لیکلی چې د سولې د ټینګښت لپاره ځای ناستې طرحې هم لرو.

د مطلب لیکوال لیکلی چې ښاغلی خپلواک ویلی، که وسلهوال طالبان د سولې وړاندیز ته ځواب ونهوایی، دوه نورو پلانونه هم طرحه شوی چې له خلکو سره په مشوره به پلی شی.

په مطلب کې د نوموړی په حواله دا هم راغلی چې موږ د سولې لپاره محتاطانه خوشبینه یو، ځکه پر طالبانو کورنی او بهرنی فشارونه ښایی دوی سولې کولو ته اړ کړی.

ورځپاڼې دا هم لیکلی چې ښاغلی خپلواک ویلی، د سولې عالی شورا د سولې د ټینګښت په هدف رامنځته شوې ده.

ملی ارمان

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په حواله لیکلی چې د انتخاباتو په چارو کې لاسوهنه په هېڅ ډول د قبول وړ نهده.

په مطلب دا هم راغلی چې ولسمشر ویلی؛ د امنیتی، دفاعی او ملکی هېڅ یوې قوې لهخوا باید په انتخاباتو کې مداخله ونهشی او له انتخاباتی کاندیدانو یې هم غوښتی چې باید د ورته ستونزو د مخنیوی په هدف د انتخاباتو قانون په غور سره مطالعه کړی.

په مطلب کې دغه شان د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرستیال«معاذالله دولتی» په حواله راغلی؛ چې د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر پیل د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د افغان حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټینګې ارادې ښکارندویی کوی. 

انیس

انیس دولتی ورځپاڼې هم پهدې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی چې ولسمشر محمد اشرف غنی له خلکو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون وکړی.په مطلب کې راغلی چې ولسمشر او مېرمن یې بی بی ګل غنی پرون شنبې رسماً د خپلو نومونو په لیکولو سره دغه بهیر پرانېست.

ویسا

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې پهدې اړه لیکلی چې د افغانستان ولسی جرګې د سولې په عالی شورا انتقاد کړی او ویلی دی چې نوموړې شورا د سولې د ټینګښت په برخه کې مؤثره نهده تمامه شوې.

په مطلب کې د ولسی جرګې د یو شمېر غړو په حواله راغلی چې د سولې عالی شورا یو قوی او سنجول شوی پروګرام ته اړتیا لری.