په سوریی تیری، د نړیوالو حقوقو څرګند پایمالول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69210-په_سوریی_تیری_د_نړیوالو_حقوقو_څرګند_پایمالول
د سوریی په خاوره کی، په ځینو اهدافو د امریکی؛ بریتانیی او فرانسی له توغندویی او هوایی تیری وروسته، د ایران ؤلس مشر «حسن روحانی»، د سوریی له ؤلس مشر«بشار اسد» سره په ټلفونی خبرو کی ټینګار وکړ؛ د ایران اسلامی جمهوریت، د سوریی د دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 12:30 Asia/Kabul
  • په سوریی تیری، د نړیوالو حقوقو څرګند پایمالول

د سوریی په خاوره کی، په ځینو اهدافو د امریکی؛ بریتانیی او فرانسی له توغندویی او هوایی تیری وروسته، د ایران ؤلس مشر «حسن روحانی»، د سوریی له ؤلس مشر«بشار اسد» سره په ټلفونی خبرو کی ټینګار وکړ؛ د ایران اسلامی جمهوریت، د سوریی د دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دئ.

روحانی څرګنده کړه: په سوریی د امریکا؛ بریتانیی او فرانسی حمله، بیله شکه د جنایت عینی مثال، او د نړیوالو قوانینو په خلاف، او د سوریی د ملت او دولت د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګند پایمالول دی. دغه حمله؛ د شنبې ورځې په سهار، د سوریی په دوما سیمه کی له کیمیاوی وسلو څخه په استفادی، د سوریی پوځ له پوچ او بی اساس تورنولو وروسته، سرته ورسیده.

اوس دا پوښتنه مطرح ده؛ چی دا ډول ننداره ای تحرکات او اقدامات کولای شی، سیمه ایزی معادلې بدلی کړی؟

د نیویارک ټایمز ورځپاڼی پدی هکله ولیکل:« په سوریه کی د

پوځی اقدام د کولو لپاره د ټرمپ، ناری سورې؛ بالآخره په یوې کاملاً محدودې حملې پایته ورسیدلې، چی نه د هغو انتظارونو پوره کونکی وې؛ چی لویدیځی مقامونو په عمومی افکارو کی ورته بڼه ورکړې وه، او نه له میدانی او عملې نظره خاص اغیز لرلای شی».

سی؛ان؛ان هم راپور ورکړ:« داسی بریښی چی دغه حملې سمبولیک او ننداره ای وې ».

د آسیا په لویدیځ د وروستیو بدلونونو په ترځ کی د داشان تحرکاتو تکراریدل، کومه نوې مسئله نه ده؛ خو هغه څه چی له اهمیت څخه ډک او د پام وړ ده، د سیمی د ؤلسونو د لا مقاوم کیدو، او د مداخله کونکو او تیری ګرو قدرتونو د کمزوتیاؤو د لا څرګندیدو په لور، د معادلو بدلیدل دی.

پدی پړاو کی ستر بریالیتوب؛ له ترهه ګرو ډلو څخه د غوطه شرقی سیمی پاک کول دی. دغه برئ دومره مهم دئ چی واشنګټن؛ ریاض او تل آبیب یی زیات اندیښمن کړی دی.

څرګنده ده؛ چی د سعودیانو په پیسو سره د مقاومت د کمزوری کولو لپاره، د امریکی سیاست ماته خوړلې ده، او امریکا حتی په

په سیمه کی د خپل پوځی شتون د ادامې په باره کی، له جدی شکونو سره مخامخه شوې ده.

 ګڼی نښی نښانی ښیې؛ چی د دغه شتون دوام په مستقیمه توګه په هغهو ګټو پوری تړاو لری؛ چی امریکا یی په سیمه کی د خپلو مداخلو په خاطر، د عربستان په شان هیوادونو څخه ترلاسه کړی.

د عربو نړۍ د چارو څیړاندئ«حسن هانی زاده» پدې باره کی وایی:« د عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان، امریکی؛ بریتانیی او فرانسې ته پخپل وروستی سفر کی، دغو دریو هیوادونو ته د لس ګونو میلیارد ډالرو بډې په ورکولو سره، د«ډونالډ ټرمپ» په ګډون، د دغو هیوادونو مقامونه دیته تشویق کړل، چی په سوریی پوځی حمله وکړی».

هماغه ډول چی د مبعث د مبارک اختر په ورځ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلو ویناؤو څرګنده کړه:« د سعودی په شان د یو اسلامی هیواد لپاره، دا ویاړ نه دئ چی د امریکی اوسنئ ؤلس مشر، پخپلو انتخاباتی تبلیغاتو کی، په څرګنده توګه د هغوی په باره کی ووایی« شیدی ورکونکې غوا ». له دې لا زیات ذلت نشی تصور کیدای؛ چی د یو هیواد پیسی واخلی، او پدی عبارت سره هغه ته خطاب وکړی».

حاضر دمه؛ له ترهه ګرو څخه د امریکی؛ عربستان او اسرائیل د ملاتړ له لاری، د سیمی د نا امن کولو پروژې ماته خوړلې ده، او دغې مسئلې د سعودیانو آرمانونه، په ویرونکی خوب بدل کړی دی. امریکا او صهیونیسټی رژیم هم داسی یوې جګړې ته ګام ایښئ دئ، چی حتماً د واشنګټن او تل آبیب د ګټو لپاره ډیر لګښت لری؛ خو د جګړې لګښتونه او زیانونه یواځی پیسی نه دی، چی عربستان یی ورکړی. دا تیرئ؛ د نړیوالو قوانینو څرګند پایمالول دی.