مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69254-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی په سوریی د توغندویی حملو په غندنه کی د عراق خلګو د مظاهرو په باره کی یو راپور لیکل شوئ، چی ځینی برخی یی را اخلو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2018 07:40 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی په سوریی د توغندویی حملو په غندنه کی د عراق خلګو د مظاهرو په باره کی یو راپور لیکل شوئ، چی ځینی برخی یی را اخلو:

د عراق په زرګونو خلقو د دغه هېواد په پائتخت بغداد او نورو ښارونو کښې د مظاهرو په کولو سره په سوریې د امریکې، برطانیې او فرانسې حمله وغندله.

د ایرنا د رپوټ له مخې مظاهرکونکو پرون مازیګر په بغداد  

کښې په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو په خلاف د نعرو په وهلو او د دغه هېواد د بېرغ په سوزولو سره واشنګټن په سیمه کښې د ترهه ګرۍ رامنځته کونکې او ملاتړے وبلۀ.

احتجاجی غونډې ته یو وېنا وال« جاسم الحلفی » وویل، په داسې حال کښې چې د سوریې حکومت د داعش د کار ختمولو ته نږدې شوے ؤ امریکې په دغه هېواد کښې په پوځی مداخلې سره وښودله چې نه یوازې د ترهه ګرو ختمېدو ته ګروهنه نه لری، بلکه د هغوی د توان اوچتولو لپاره یې په فوځی اقدام لاس پورې کړ.

همداراز د عراق د نجف اشرف او کربلا ښارونو خلقو هم د سوریې په خلاف د امریکې د فوځی حملې په غندنه کښې مظاهرې وکړې.

*******

د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی د عربستان په ظهران کی د عربو اتحادیی د سرمشریزې غونډی د بیانیی په وړاندی د ایران د خارجه وزارت عکس العمل ته اشاره کړې، او لیکلی یی دی:

 د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د عربو اتحادیې د

سرمشریزې غونډې د وروستۍ بیانیې په غبرګون کښې د نورو

هېوادونو په کورنیو چارو کښې د نه مداخلې په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت په اصولی او دائمی سیاست باندې یو ځل بیا په تاکید سره د دغې بیانیې په ځینو بندونو کښې په ایران لګول شوی تورونه په بشپړه توګه مردود وبلل.

بهرام قاسمی د عربو اتحادیې د سرمشریزې غونډې  چې د سعودی په ظهران ښار کښې ترسره شوه د وروستۍ بیانیې په ځینو بندونو باندې د افسوس په څرګندولو سره وویل: دغې بیانیې هم د تېرو نورو بیانیو په شان د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د چټی او بې نتیجې ادعاګانو او دروغو په تکرارولو سره د سیمې د بحرانونو د علتونو په دقیقه پېژندګلوی کښې یو ځل بیا په حقائقو باندې په سترګو پټولو سره په سمی لارې د تګ پر ځای بې لاریتوب ته ترجیح ورکړې ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: زیات امید موجود ؤ چې دغه غونډه به د همېشنیو او تکراری څو ډوله معیارونو له غوره کولو څخه لیرې، سیمې ته د ارامښت او ثبات د ستنولو لپاره د اصلی او موثرو عواملو په شناخت کښې د سیمه ایزې ملګرتیا لپاره یو مثبت ګام پورته کړی، خو د غونډې د وروستۍ بیانیې په ځینو بندونو د سعودی د تخریبی سیاستونو درون سیورئ څرګند دئ.

قاسمی د تنب بزرګ، تنب کوچک او ابوموسی درې جزیرو په ایرانی بللو سره د دغو جزیرو د جعلی نومونو او د ناسمو ادعاګانو د تکرارولو لپاره د ځینو جنوبی ګاونډیانو کوشش، غلط وباله، او هغه یې منسوخ، بې اثره او د ایران په کورنیو چارو کښې مداخله بللې او په سختۍ سره یې وغندۀ.

*******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی په سوریی د امریکی او د هغی د متحدینو د توغندویی حملې په غندلو کی د پاکستان د خلګو او علماؤو اعتراضی مظاهرو ته اشاره شوې، او په یو راپور کی راغلی دی:

د پاکستان یو شمېر علماو او مذهبی او ټولنیز مشرانو په راولپنډۍ ښار کښې په سوریې د امریکې، برطانیې او فرانسې فوځی حملې په خلاف احتجاجی مظاهری وکړې.  

 د دغه راپور له مخې؛ په دغو مظاهرو کښې چې د راولپنډۍ د پرېس کلب مخې ته وشوې ګډون کونکو په سوریې د امریکې او د هغې د نورو لویدیځو انډیوالانو حمله د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو خلاف ورزی وبلله او دغه اقدام یې سخت وغندۀ.

همداراز د پاکستان مسیحیانو هم په سیمه کښې د امریکې د جنایتونو په غندلو سره په سیمه کښې د دغه هېواد د تېریو او حملو د بندولو غوښتنه وکړه.

په راولپنډۍ ښار کښې په پرونۍ غونډه کښې د پاکستان د ملی یکجهتی کونسل  عمومی سېکتر« ثاقب اکبر » ، د راولپنډۍ علماو مولانا حافظ محمد اقبال رضوی، قاضی محمد ظهور الهی او د دغه ښار د مسیحیانو د انجمن مشر سهیل حیات ګډون وکړ.

د امریکې په خلاف د پاکستان د خلقو د مظاهرو نوې څپه چې دوه ورځې مخکې په دغه هېواد کښې شروع شوې ده همداراز د پاکستان په نورو ښارونو کښې هم دوام لری.

********

 اوس هم د کابل ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ، او مهم مطالب یی را اخلو:

کابل چاپ ورځپاڼو نن د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې خپرې کړې دی.

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، په داسې حال کې چې افغان دولت پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو خبره کوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدی سیمو کې د هغه هېواد پوځی سرغړونې خپل وروستی حد ته رسېدلې دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې دا شان سرغړونې د ګاونډیتوب او ټولو نړیوالو اصولو خلاف له کلونو راهیسې د پاکستان لهخوا ترسره کېږی.

د سرمقاله لیکونکی په باور پاکستان دا کار د عامه ذهنیتونو د اړولو او پر هغه هېواد د نړیوالو فشارونو د راکمولو په هدف ترسره کوی.

ورځپاڼه دا هم لیکی چې پهدې برخه کې د افغان حکومت کمزوری دریځ هغه هېواد بیا بیا دا شان کړنو ته هڅولی او زمینه‌ یې برابره کړې چې پاکستانی پوځیان دوی یعنې افغان حکومت د اسلاماباد د طالبی غوښتنو منلو ته اړه کړی.

 

ملی ارمان

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې د افغانستان او پاکستان په سرحدی سیمو کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو د وروستیو نښتو په اړه لیکلی دی.

په مطلب کې راغلی چې د خوست ولایت په ځاځی میدان ولسوالۍ کې افغان پوځیانو، هغه مهال خپلې ټوپکې پاکستانی پوځیانو ته سمې کړې، چې له خپلې مرزی کرښې د افغانستان په لور رامخته شول.

د مطلب لیکونکی لیکلی، دا پهداسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان له دې دوه ورځې مخکې ژمنه وکړه چې د یو بل د ځمکنی او فضایی حریم خوندیتوب ته به پام کوی.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا پهدې اړه د حکومت د کړنو په اړه لیکلی دی.

د ویسا په سرمقاله کې راغلی چې حکومت خپل لومړیتوبونه هېر کړی او د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره‌یې کمپاینونه پیل کړی دی.

 

ورځپاڼې دا هم لیکلی چې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پهداسې حال کې په ارګ کې په ډراماتیک ډول پیل شوی، چې ولسی جرګه او سیاسی ګوندونه په خپل ټاکلی وخت د انتخاباتو ترسره کېدل ناشونی ګڼی.

د سرمقاله لیکونکی په باور ناامنی یوازنۍ ستونزه نهده، بلکې نړیواله ټولنه او حکومت د دغو انتخاباتو د جوړولو لپاره اراده نهلری.

اصلاح

اصلاح دولتی ورځپاڼې بیا د ټول ګټو تأسیساتو د امنیت د خوندیتوب په اړه لیکلی دی: کابل او څو نور ښارونه له څو ورځو راهیسې برښنا نهلری او لامل‌یې هم دا دی چې وسلهوالو طالبانو د ازبکستان د وارداتی برښنا یوه پایه نړولې ده.

په سرمقاله کې د طالبانو د ویاند په حواله راغلی چې دا کار دوی ځکه کړی، چې دولت د دوی تر واک لاندې سیمو ته برښنا ورکړی.

 

د سرمقاله لیکونکی په باور د طالبانو لهخوا د برښنا د پایو نړول دولت او د عمومی خدمتونو د رسولو بنسټونه له یو سخت حالت سره مخ کړی دی.