ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ صلاحیت نلری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69270-ډونالډ_ټرمپ_د_امریکا_د_ولسمشرۍ_صلاحیت_نلری
زمونږ خبریال وایی د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بی ایی(Federal Bureau of Investigation) پخوانی مشر جیمز کومې (James Comey)دخپل نوی کتاب هاییر لایلیټی(A Higher Loyalty) دملاتړ په لړ کښې له ای بی سی(ABC) ټیلی ویژن سره په مرکې کښې په ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور ولګاوه چې هغه په اخلاقی ډول د ولسمشرۍ لپاره مناسب سړی نه دی او هغه له ښځو سره د غوښې په شان چلند کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2018 11:12 Asia/Kabul
  • ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې جوګه نه دی چې رښتیا ووايي .
    ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې جوګه نه دی چې رښتیا ووايي .

زمونږ خبریال وایی د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بی ایی(Federal Bureau of Investigation) پخوانی مشر جیمز کومې (James Comey)دخپل نوی کتاب هاییر لایلیټی(A Higher Loyalty) دملاتړ په لړ کښې له ای بی سی(ABC) ټیلی ویژن سره په مرکې کښې په ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور ولګاوه چې هغه په اخلاقی ډول د ولسمشرۍ لپاره مناسب سړی نه دی او هغه له ښځو سره د غوښې په شان چلند کوی .

هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هر هغه چا چې ورسره کار کوی یو(۱) داغ وباله .

دامریکا د ایف بی ایی (Federal Bureau of Investigation)پخوانی جیمز کومې دغه راز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح نه غواړی ځکه چې دغه چاره د هیواد خلک له مشکلاتو سره مخ کړی .

هغه وویل په امریکا کښې خلک دې ته اړتیا لری چې په انتخاباتو کښې برخه واخلی او خپلو ارزښتونو ته رایه ورکړی او د ولسمشر استیضاح کول به دخلکو لپاره مشکل رامینځته کړی .

جیمز کومی  وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ باید دهغو ارزښتونو احترام وکړی کوم چې دهیواد لپاره مهم دی او ترټولو مهم ارزښت رښتیا ویل دی .

د امریکا دفیډرال پولیسو ایف بی ایی((Federal Bureau of Investigation)) پخوانی مشر جیمز کومې وویل ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې جوګه نه دی چې رښتیا ووایی او هغه په اخلاقی ډول د ولسمشرۍ لپاره موزون سړی نه دی .