پرجامعې ایټمی موافقې دې درست لوری عمل وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69304-پرجامعې_ایټمی_موافقې_دې_درست_لوری_عمل_وکړی
دایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو ټینګار کړی دی ، دخپلو دفاعی اوتوغندوی توانمنیو په باب به هیڅکله هم له هیچا سره خبرې اترې ونه کړی او دنورو له اجازت پرته به خپلې دفاعی اړتیاوې پوره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2018 00:57 Asia/Kabul
  • پرجامعې ایټمی موافقې دې درست لوری عمل وکړی

دایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو ټینګار کړی دی ، دخپلو دفاعی اوتوغندوی توانمنیو په باب به هیڅکله هم له هیچا سره خبرې اترې ونه کړی او دنورو له اجازت پرته به خپلې دفاعی اړتیاوې پوره کړی .

یورو نیوز خبری چینل راپورورکړی ، د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست  مسئولې  میرمن فډریکا موګرینی  پرون په لوګزامبرګ کې  داروپائی اتحادئې دبهرنیو چارو د وزیرانو دغونډې په پای کې  وئیلی دی ، په دغې غونډې کې   د   ټولو لورو له خوا د  جامعې ایټمی موافقې  دبشپړ اجرا  په باب  اروپائی اتحادیه هماغه راز  ټینګار کوی .

 دغه راپور ښئ ،  داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې   داوسنۍ  موافقې په چوکاټ کې  دجامعې ایټمی موافقې  په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  د  اندیښنو دلیرې کولو لپاره د   انګلستان ، جرمنی او فرانسې  دهلوځلو  ملاتړ کړی دی .

  میرمن موګرینی  جامعه ایټمی موافقه  پخپل   اند سره  په سیمې  کې  د   امنیت  دسټراټژۍ  یو  عنصر بللې او مدعی شوی ،  دا په دې معنا نه ده چې    اروپائی اتحادیه  له ایران سره د   غیر ایټمی  مسئلو  په څیر  دموضوعګانو په باب سلامشورې نه کوی .

په جامعې ایټمی موافقې کې د  دشتون لپاره د ډونالډټرمپ  د  راضی ساتلو په چوکاټ کې ،  انګلستان ،جرمنی او فرانسه هڅه کوی ، دایران په ضد نوی بندیزونه ولګوی .

 داپه داسې حال کې  دی چې  په لوګزامبرګ کې  د اروپائی اتحادئې دبهرنیو  چارو د وزیرانو  په بیګانۍ غونډې کې  د  اروپائی ټرائیکا، یعنی دانګلستان ،جرمنی او فرانسې  له خوا د ایران په ضد  د نوو بندیزونو پلان ناکام شو .

 ایټالیا  په دغې غونډې کې    د ایران د سیمه ایزو فعالیتونو اوتوغندوی  پروګرام په پلمه   دنوو بندیزونو له لګولو سره  مخالفت  کړی او وئیلی ئې دی ،  دغه اقدامات   له ایران سره   په شوی ایټمی موافقې کې   پاتیکیدا ته ټرمپ  نشی قانع کولی .

 دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دمئ دولسمه نیټه   له ایران سره په ایټمی موافقې کې د بیا کتنې په موخې سره  دخپلو اروپائی متحدانو  لپاره  د الټی میټم  په توګه   ټاکلې ده .

 دایران داسلامی جمهوریت  لوړپوړو چارواکو په کرتو ټینګار کړی دی ، دخپلو دفاعی اوتوغندوی  توانمنیو په باب  به هیڅکله  هم له هیچا سره  خبرې اترې ونه کړی  او   دنورو له اجازت پرته به  خپلې دفاعی اړتیاوې پوره کړی .