مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په نړیوالو راپورونو کی دا سرټکئ تر سترګو کیږی؛ چی« ټرمپ د امریکی د شرم داغ » او« ډونالډ ترمپ د امریکی د ؤلس مشرۍ صلاحیت نه لری »
د دغه راپور له مخې؛ د امریکا د فیډرال پولیسو« ایف بی ایی » پخوانی مشر جیمز کومې (James Comey)دخپل نوی کتاب «هاییر لایلیټی» دملاتړ په لړ کښې له «ای بی سی» ټلویزون سره په مرکې کښې په ولسمشر«ډونالډ ټرمپ» د نیوکی په کولو سره وویل: چې هغه په اخلاقی ډول د ولسمشرۍ لپاره مناسب سړی نه دی، او هغه له ښځو سره د غوښې په شان چلند کوی .
هغه؛ د امریکا ولسمشر«ډونالډ ټرمپ» د هر هغه چا لپاره چې ورسره کار کوی، د شرم یو داغ وباله .
دامریکا د ایف بی ایی پخوانی مشر« جیمز کومې » دغه راز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح نه غواړی ځکه چې دغه چاره د هیواد خلک له مشکلاتو سره مخ کړی .
هغه وویل؛ په امریکا کښې خلک دې ته اړتیا لری چې په انتخاباتو کښې برخه واخلی او خپلو ارزښتونو ته رایه ورکړی او د ولسمشر استیضاح کول به دخلکو لپاره مشکل رامینځته کړی .
جیمز کومی وویل؛ دامریکا ولسمشر ټرمپ باید دهغو ارزښتونو احترام وکړی کوم چې دهیواد لپاره مهم دی او ترټولو مهم ارزښت رښتیا ویل دی .
د امریکا دفیډرال پولیسو«ایف بی ایی» پخوانی مشر همداراز وویل ولسمشر« ډونالډ ټرمپ » د دې جوګه نه دی چې رښتیا ووایی او هغه په اخلاقی ډول د ولسمشرۍ لپاره موزون سړی نه دی.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د یو راپور په سرلیک کی لیکل شوی:« د افغانستان په پارلمانی انتخاباتو کی د طالبانو د ګډون لپاره د اشرف غنی غوښتنه »
ورځپاڼه په دوام کی لیکی: د افغانستان ؤلس مشر، د یاد هیواد په پارلمانی انتخاباتو کی د طالبانو د برخه اخیستو غوښتنه وکړه.
اشرف غنی؛ د ؤلس مشرۍ په ماڼۍ کی د پارلمانی انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې لپاره، د رایی ورکونکو د ثبت نام د پیلیدو په مراسمو کی، وویل: اوس د دی لپاره ډیر ښه وخت دئ، چی له طالبانو وغواړو سیاسی فعالیتونه شروع کړی. هغه؛ څرګنده کړه: که طالبان باوری دی؛ چی د افغانستان په خلګو کی نفوذ او محبوبیت لری، نو انتخابات د هغوی لپاره یو فرصت دئ، او افغانان کولای شی؛ د یو سیاسی ګوند په توګه د دغې ډلې د برخلیک په باره کی تصمیم ونیسی.
د طالبانو ویاندوی« ذبیح الله مجاهد » پدې هکله د یوې بیانیی په
خپرولو سره اعلان وکړ: د بهرنیو ځواکونو د شتون په سیوری کی انتخابات ننداره ای دی، او پردی اړخونه ګټونکئ ټاکی. ځکه نو د افغانستان له خلګو غواړو، چی د انتخاباتو پروسه بایکاټ کړی.
د افغانستان په هکله د اطلاعات ورځپاڼی په نورو راپورونو کی
راغلی دی: د افغانستان د سرپل ولایت په یو امنیتی مرکز د طالبانو حمله، د یوولسو افغان پولیسو د وژل کیدو سبب شوه.
په همدی اړه، د سرپل د والی ویاند« ذبیح الله امانی » اعلان وکړ: د« طغای خواجه » په سیمه کی د پولیسو په یوې پوستې د طالبانو په حمله کی نور دوه تنه ټپیان شول، او د دغې حملې په ترځ کی د طالبانو څلور عناصر هم ووژل شول.
له بلې خوا؛ د فراه د والی ویاند هم، د طالبانو ډلې د ۳۷ غړیو د وژلی خبر ورکړ، او اعلان یی وکړ؛ طالبانو د دغه ولایت د پشت رود ؤلسوالۍ په دریو امنیتی مرکزونو د حملې اراده لرله، ترڅو دغه مرکزونه تر خپلی ولکی لاندی راولی، خو د افغان دولتی او ناټو ځواکونو د چورلکو د حملې له کبله، د یادې ډلې ۳۷ غړی وژل شوی، او نور څلور کسان ژوبل شول.
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی « کیوبا له کاسټرو وروسته » او« آیا د کیوبا نوئ ؤلس مشر به؛ د دغه هیواد د انقلابی مشرانو میراث وساتی؟»، د یوې څیړنی په ترځ کی راغلی دی:
کیوبا؛ یوې نوې دوری ته د رسیدو په درشل کی ده. له ۶۰ ؤ کلونو وروسته، ټاکل شوې ده دغه هیواد د راتلونکی پنجشنبی له ورځې څخه د یو داسی کس په وسیله اداره شی، چی د کاسټرو کورنئ لقب نه لری. د اپریل په ۱۹ نیټه به، د کیوبا د ؤلس مشر مرستیال « میګوئل دیاز- کانل »، د دغه هیواد ؤلس مشر، او د« رائول کاسټرو » ځای ناستی شی؛ چی پخپله په ۲۰۰۸ م کال کی د خپل ورور« فیډل کاسټرو » په نیابت، د هیواد کنټرول په لاس کی ونیو.
څیړاندی په دوام کی لیکلی:« دیاز- کانل » او« کاسټرو » د کورنی لقب له توپیر برسیره؛ نور ګڼ مهم توپیرونه هم لری. هغه؛ د کیوبا د تاریخی مشرانو له نسل څخه ډیر ځوان دئ، او له خپلۍ اته پنځوس کلنۍ څخه یوه ورځ مخکی قدرت ته رسیږی. هغه، د کیوبا په انقلاب کی نه دئ جنګیدلئ، ځکه نو له دغه امتیاز څخه چی، د وروستیو ۶۰ کلونو په اوږدو کی، د دغه هیواد ؤلس مشران
او نور دولتی واکمنان برخور ؤو؛ بی برخی دئ. پردی سربیره؛ له ۱۹۷۶ کال څخه چی فیډل کاسټرو قدرت ته ورسید، هغه به لمړنئ غیر پوځی ؤلس مشر، او د کیوبا هغه لمړنئ ؤلس مشر وی؛ چی د ګوند لمړنئ منشی نه دئ. له دې سره سره؛ دیاز- کانل نه غواړی چی راشی او د ګوند په کار کی خنډ او ګډوډې رامنځته کړی. هغه؛ بشپړ چمتو؛ خپلوی سیاسی ځواک دئ.
**********
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپلې اکثره لیکنې دولت له دولت سره د خبرو لهپاره د پاکستان شرایطو او په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لهپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر په اړه پورته شویو اندېښنو ته ځانګړې کړې دی.
مسیر
مسیر ورځپاڼې دولت له دولت سره د خبرو لهپاره د پاکستان لهخوا د وړاندې شویو شرایطو په اړه د ولسی جرګې د یو شمېر غړو غبرګونونه راخیستی دی.
ورځپاڼه لیکی چې اکثره وکیلانو د پاکستان لهخوا وړاندې شوی
شرایط چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د وروستی سفر پر مهال افغان حکومت ته سپارلی دی، د ملی ګټو په خلاف بللی او له حکومتهیې غوښتی دی چې هغه عملی نهکړی.
ورځپاڼې د ځینو وکیلانو په حواله لیکلی دی چې د پاکستان لهخوا وړاندې شوی یو شرط د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ګوښه کول و.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د ولسی جرګې غړو شپږو نورو شرطونو ته هم اشاره کوله چې د پاکستان لهخوا سپارل شوی او له دغه هېواد سرهیې د استخباراتی معلوماتو له تبادلې سره کلک مخالفت څرګند کړ.
سرخط
سرخط ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې په خوست کې د ډیورند په کرښه د افغان او پاکستانی ځواکونو پر وروستۍ نښتې بحث کړی او لیکلی یې دی چې د پاکستانی ملېشو تېری کومه تصادفی پېښه نه، بلکې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لهخوا یو پلان شوی عمل وو.
د ورځپاڼې په وینا له دغه تېری څخه د پاکستانیانو هدف د افغان
لوری پارول او حملې ته هڅول وو، څو پاکستانیان ووژنی او لهدې وروسته د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته پښتانه د افغانانو پر وړاندې جنګ ته ولمسوی او د پښتون په وسیله د پښتون د وژلو امکان برابر کړی.
ورځپاڼې په پای کې سپارښتنه کړې چې پهداسې حساسو شرایطو کې پهکار ده چې د دښمن د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه او د کرښې دواړو غاړو ته دې پراته قومونه پرې خبر کړای شی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې هم لیکلی دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو پرون هڅه وکړه چې د جوماتونو د لوډسپیکرونو په وسیله د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پراته بنګښ او توری قبیلې د پاکستان د پوځ ملاتړ ته وهڅوی چې د ورځپاڼې په وینا د دښمن دا هڅه ناکامه شوه.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د پاکستانی پوځ او استخباراتو لهخوا دا هڅه داسې مهال شوې چې همدا اوس د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پرلتونه روان دی او د پاکستانی ملېشو دا ډول هڅې دا پرلتونه او په تېره بیا د پښتنو د ژغورنې غورځنګ کمزوری کولای نهشی.
ورځپاڼه لیکی:
د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو دا درک کړې ده چې دښمنیې یو دی او پس له دې د پاکستان تبلیغات دوی سره نهشی جلا کولای.
د کابل پاتې ورځپاڼو د راتلونکو انتخاباتو لهپاره د نوم لیکنې د بهیر په اړه لیکنې کړی او په دې بهیر کې د خلکو پر کم ګډونیې اندېښنې څرګند کړی دی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې لیکلی دی چې که څه هم په افغانستان کې د رأی ورکوونکو نوم لیکنه له تېرو درېیو ورځو راهیسې روانه ده، خو تر دې دمه راټول شوی ارقام ښیی چې یوازې ۱۳ زره کسانو خپل نومونه لیکلی دی چې د ورځپاڼې په وینا د اندېښنې وړ ده.
ورځپاڼې وړاندې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کمرنګه ګډون لاملونو ته په اشارې لیکلی دی چې د تېرو انتخاباتو پر مهال درغلۍ او د خلکو د رأیو برخلاف د حکومت جوړېدل خلک مأیوسه کړی دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د امنیتی وضعې خرابېدل هم د انتخاباتو
په روان بهیر کې د خلکو ګډون کمرنګه کړی دی.
انیس
انیس دولتی ورځپاڼې بیا په خلکو غږ کړی دی چې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې په خپل ګډون سره په هېواد کې د ډموکراسۍ بهیر پیاوړی کړئ.
ورځپاڼې لیکلی، که څه هم د انتخاباتو د بهیر په وړاندې یوه اساسی اندېښنه نا امنی او د اعتماد بحران دی، خو د ملی وحدت حکومت مشرانو او نړیوالو متحدینو اراده د دې سبب شوې چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د تلې میاشتې په وروستیو کې په خپل وخت ترسره شی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې اکثره کتونکی د انتخاباتو لهپاره ټاکل شوی مېکانیزم یو له هغو دی چې له مخې بهیې راڼه انتخابات ترسره شی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یو ملی بهیر دی او خلکو ته پهکار ده چې پهدې بهیر کې فعاله برخه واخلی.