ترکیی ته د ناټو د عمومی منشی سفر 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69352-ترکیی_ته_د_ناټو_د_عمومی_منشی_سفر
 د ناټو عمومی منشی« ینس سټولتنبرګ » د دوشنبې په ورځ ترکیی ته په سفر کی، د ترکیی له ؤلس مشر« رجب طیب اردوغان » سره وکتل. د ترکیی ؤلس مشر او د ناټو عمومی منشی پدغه کتنه کی، د ترکیی او ناټو اړیکی او د سیمی بدلونونه، په تیره بیا د سوریی حالات وڅیړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2018 13:04 Asia/Kabul
  • ترکیی ته د ناټو د عمومی منشی سفر 

 د ناټو عمومی منشی« ینس سټولتنبرګ » د دوشنبې په ورځ ترکیی ته په سفر کی، د ترکیی له ؤلس مشر« رجب طیب اردوغان » سره وکتل. د ترکیی ؤلس مشر او د ناټو عمومی منشی پدغه کتنه کی، د ترکیی او ناټو اړیکی او د سیمی بدلونونه، په تیره بیا د سوریی حالات وڅیړل.

د ناټو عمومی منشی؛ د ترکیی له ؤلس مشر سره له کتنې وروسته، د یاد هیواد د خارجه وزیر او ملی دفاع له وزیر سره هم لیدنه وکړه. په اوسنۍ دوره کی له ترکیی څخه د ناټو د عمومی منشی لیدنه زیات اهمیت لری. په وروستیو کلونو کی؛ په تیره بیا په ترکیه کی د ۲۰۱۶ م کال د جولای میاشتې له ناکامی کودتا وروسته، د ترکیی او ناټو اړیکو، ګڼی لوړې ژورې لرلی دی، خو سره له دی حاله؛ دغه اړیکی مخ په ښه کیدو دی.

یوه بله مهمه مسئله چی، د ترکیی له مقامونو سره  د ناټو د عمومی منشی د خبرو اترو اصلی موضوع وه، په دوما کی د سوریی پوځ په وسیله د کیمیاوی وسلو له کار اخیستو سره د مقابلې په پلمه، د

د امریکی؛ بریتانیی او فرانسی حمله وه.

ترکیی؛ له دغې حملې ملاتړ وکړ. ناټو هم له دغه توغندویی او هوایی برید څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. خو له دې سره سره؛ د ترکیی زیاترو شناندو او کارپیژاندو، دغه حمله او د هغې ادعایی دلیل، له پوښتنی سره مخامخ کړ.

د نړیوالو حقوقو کارپیژاندی« سلیم شنګ »، په سوریی د حملې په اړه، د ټرمپ ناڅاپی کړچار مشکوک، او له کیمیاوی وسلو څخه د سوریی دولت د استفادې په باب د هغه ادعا دروغ وبلله.

د ترکیی یو شانته دریځ نیول او ملاتړ کول، چی د ناټو په جنوبی اړخ کی؛ پدغه سازمان کی اغیزمن رول لوبوی، او د لویدیخ د پوځی مټ په توګه، له دغې نا روا او غیر قانونی حملې څخه، د ناټو سازمان ملاتړ کونکئ دریځ، د دمشق دولت په باره کی د انقرې او ناټو ورته دریځونو او اهدافو ته ورګرځی.

ناټو او ترکیی؛ پداسی حال کی دغه دریځ غوره کړئ، چی هغوی پخپله په دوما کی د سوریی پوځ په وسیله د کیمیاوی حملې په زمینه کی، د هر ډول اعتبار لرونکی شواهدو او اسنادو له نشتوالی څخه خبر لری، سره له دې حاله هماغه راز له دغې مسئلې څخه په سوریی د دباؤ را وستو، او د دمشق قانونی دولت د کمزوری کولو لپاره، د یوې پلمې په توګه استفاده کوی.

ترکیه؛ د سوریی کړکیچ له پیل څخه په غربی- عربی چورلیز کی راغله، او د سوریی د قانونی دولت او بشار اسد د ړنګیدو غوښتونکې ده. د عربی- غربی چورلیز د اقداماتو په شنډ پاتی کیدو، او له دغې ملګرتیا څخه د انقرې په څرګند زیانمنیدو سره، د روسیی؛ ایران او سوریی د چورلیز په لور د ترکیی د ورو ورو څرخیدو کتونکی ؤو؛ چی مثال یی د آستانه په مذاکرو کی ګډون کول، او همداراز د سوریی په یو شمیر سیمو کی د لږ لانجمنو سیمو د رامنځته کولو په سر، د دریو هیوادونو موافقه وه. سره له دې حاله؛ له ټروریزم سره د مبارزې په پلمه د کردو ځواکونو د ځپلو په منظور، د سوریی په شمال لویدیځ کی، په عفرین د یرغل لپاره د انقرې اقدام، د روسیی؛ ایران او سوریی د چورلیز له منفی غبرګون سره مخامخ شو. په عین حال کی، په سوریی د لویدیځ له وروستی توغندویی او هوایی برید څخه د ترکیی ملاتړ کول ښیې؛  چی انقره، یواځی د خپلو لنډ مهالو ګټو په اساس، پخپلو دریځونو کی بدلون را وستو ته اقدام کوی.

د روسیی د بهرنیو اړیکو شورا څیړاندی« تیمور اخمتوف »، په

سوریی د امریکی او د هغې د انډیوالانو حمله، ډیر ننداره ای وبلله، خو باوری دئ چی له هغې څخه د ترکیی ملاتړ کولو، او له روسیی سره د موافقې پایمالولو ته پام سره، دغه چاره به باالآخره د کردانو په ګټه تمامه شی، او هغوی به له روسیې سره خپلې اړیکی زیاتی کړی.

له دغې حملې څخه د ترکیی ملاتړ، د هغې په غندنه کی د روسیی؛ ایران او سوریی د غوڅ دریځ په خلاف دئ، او کولای شی د ایران؛ روسیی او ترکیی د دری اړخیزو مذاکرو د کمزورتیا سبب شی، کوم چی د آستانه پروسې په چوکاټ کی تر اوسه پوری د هغو دوه دورې ترسره شوی دی. لویدیځوال؛ عربی- غربی چورلیز ته د ترکیی د لازیات راکاږلو غوښتونکی دی، او انقرې ته د ناټو د عمومی منشی سفر هم، پدې چوکاټ او زمینه کی سرته رسیدلئ دئ.