دیمن دبې وزله هیواد په میلیونونو خلک وږی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69386-دیمن_دبې_وزله_هیواد_په_میلیونونو_خلک_وږی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) پرون دامنیت شورا په غونډې کښې چې د یمن په موضوع سره وشوه ددغه هیواد حالت غمیزناک وباله او ویې ویل دیمن په میلیونو خلک له لوږې سره مخ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 01:27 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان پوځي تیريو د یمن بې وزله هیواد د خوارکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .
    دسعودي عربستان پوځي تیريو د یمن بې وزله هیواد د خوارکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) پرون دامنیت شورا په غونډې کښې چې د یمن په موضوع سره وشوه ددغه هیواد حالت غمیزناک وباله او ویې ویل دیمن په میلیونو خلک له لوږې سره مخ دی .

هغه ډاګینه کړه دیمن خلکو ته باید سمدستی بشردوستانه مرستې ورسیږی .

په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) دغه راز دیمن بیخ بنایانو تباه کیدا ته په اشارې سره وویل ددغه هیواد خلک د ساری دناروغیو په شمول په بیلابیلو ناروغیو اخته دی .

په یمن د  سعودی عربستان دحملو  او دبیخ بنایی تاسیساتو په تیره بیا د اوبو د رسولو د شبکې په ورانیدا په وجه  په هیواد کښې دساری ناروغۍ د خپریدا په حال کښې دی .

سعودی عربستان د امریکا، متحده عربی اماراتو او دڅو نورو عربو او لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن پرضد حملو او ځمکنۍ ،هوایی او سمندری کلابندۍ  ته دوام ورکړی دی چې په ترڅ کښې یې څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)کسان وژل شوی او  په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .

دسعودی عربستان پوځی تیریو د یمن بې وزله هیواد د خوارکی موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .