امریکا او شمالی کوریا په لوړه سویه خبرو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69388-امریکا_او_شمالی_کوریا_په_لوړه_سویه_خبرو_ته_دوام_ورکړی
زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کښې د جاپان له لومړی وزیر شینزو ابې(Shinzō Abe) سره یوځاې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ په لوړه سویه خبرې اترې روانې دی خو زیاته یې کړه مکمنه ده چې زه د شمالی کوریا له مشر کیم جونګ ان(Kim Jong-un) سره پلان شوی کتنه او غونډه ونکړم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 01:43 Asia/Kabul
  • امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو او دشخړو د زیاتولونیغ په نیغه مسوله ده .
    امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو او دشخړو د زیاتولونیغ په نیغه مسوله ده .

زمونږخبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کښې د جاپان له لومړی وزیر شینزو ابې(Shinzō Abe) سره یوځاې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ په لوړه سویه خبرې اترې روانې دی خو زیاته یې کړه مکمنه ده چې زه د شمالی کوریا له مشر کیم جونګ ان(Kim Jong-un) سره پلان شوی کتنه او غونډه ونکړم .

دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل ما د شمالی او دجنوبی کوریا ملاتړ اعلان کړی دی او ددغو  دوو (۲)هیوادونو ولسمشران به د اپریل د میاشتې په اوویشتمه(۲۷) نیټه کتنه وکړی چې په رسمی ډول د کوریا دټاپووزمې  دشخړې ختمیدل ا علان کړی .

دشمالی اودجنوبی کوریا ترمینځ درې(۳) کلن جنګ په  ۱۹۵۳ میلادی کال کښې پاې ته رسیدلی وو خو له هغه وخت راهسې تراوسه ددغو دوو(۲) هیوادونو ترمینځ دسولې هیڅ رسمی موافقه نه ده لاسلیک شوی .

امریکا په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو او دشخړو د زیاتولونیغ په نیغه مسوله ده ځکه چې دغه هیواد نه غواړی د شمالی او دجنوبی کوریا ترمینځ سوله وشی .