مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69412-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د ایران له ؤلس مشر سره د ترکیی د ؤلس مشر پرونۍ ټلفونی خبرو ته په اشارې سره، د ډاکتر حسن روحانی له قوله لیکلی دی:« ټول باید؛ په سیمه کی د غیر قانونی مداخلې په نسبت حساس اوسی »
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 09:48 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د ایران له ؤلس مشر سره د ترکیی د ؤلس مشر پرونۍ ټلفونی خبرو ته په اشارې سره، د ډاکتر حسن روحانی له قوله لیکلی دی:« ټول باید؛ په سیمه کی د غیر قانونی مداخلې په نسبت حساس اوسی »

د دغه راپور په اساس؛ حجت الاسلام والمسلمین ډاکتر حسن روحانی، له دوی سره د ترکیی د ؤلس مشر«رجب طیب اردوغان»

په پرونیو ټلفونی خبرو کی، د ایران او ترکیې د همفکرۍ او سلا  

مشورو دوام، په سیمه کښې د صلحې د ګډو دوستانه اهدافو د پرمخ بیولو لپاره ضروری وباله، او په سوریې کښې د وروستیو ورځو بدلونونو ته په اشارې سره یې وویل: دواړه هېوادونه پکار دی د ګډو ملګرتیاو په مضبوطولو سره په دغه هېواد کښې د تاوتریخوالو د زیاتېدو اجازه ورنکړی.

حجت الاسلام والسملین حسن روحانی؛ په سیمه کښې د امریکې او صهیونېسټ رژیم د مداخلو، او مشکل رامنځته کونکو اقداماتو ته په اشارې سره تاکید وکړ: که په سوریې حمله کونکی هېوادونه د کېمیائی حملې د عاملانو په لټه کښې وو؛ نو ولې یې اجازه ورنکړه چې د کېمیائی وسلو د منعې د نړیوالې ادارې تحقیق کونکی خپل تحقیقات ترسره کړی.

 د ترکیی ؤلس مشر«رجب طیب اردوغان» هم په دغو ټلفونی خبرو کی، په ټولو زمینو کښې د تهران او انقرې د تعلقاتو له مخکې څخه د لا زیاتې پراختیا او ژورتیا څخه په هرکلی سره  هیله څرګنده کړه، چې تهران ته د ترکیی د اقتصادو د وزیر سفر او دوو اړخیزو موافقو حتمی کول، د دواړو هېوادونو د مبادلاتو د اندازې د زیاتولو چلند ته چټکتیا ورکړی.

اردوغان د سوریی د حالاتو په هکله هم وویل: د سوریې د زمکنۍ

بشپړتیا ساتنه او د موجوده حالت د ختمولو لپاره د سیاسی لارو چارو لټونه په ګډو کوښښونو سره امکان لری. 

******

د تهران چاپ د جوان په ورځپاڼه کی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکل شوی دی:« له اټمی جامع پروګرام(برجام) څخه د امریکی وتل به، د خوښی وړ پایله ورته ونه لری»

د دغې ورځپاڼی په لیکنه، د ایران خارجه وزیر« محمد جواد ظریف » تاجیکستان ته د خپل سفر په پای کی وویل: هغه څه چی موږ په ځلونو ویلی دی؛ دا دی چی د ایران اسلامی جمهوریت له خپلو ملی ګټو څخه ساتنه کوی، او باید په برجام کی د ایران ګټی و ساتلی شی، حتماً که امریکا له برجام څخه د وتلو تصمیم ونیسی، د ایران او د نړیوالې ټولنی له خوا به داسی عکس العمل ووینی؛ چی ورته د خوښی وړ پایله ونه لری.

ظریف په دوام کی زیاته کړه: حاضر دمه  په اروپا کی د ۵+۱ هیوادونو په منځ کی اجماع او ګډ نظر دا دئ، چی برجام د یو ځلې بیا مذاکرې جوګه نه دئ، او نوری موضوعګانی په برجام پوری اړه نه لری، او پدې مسئله کی هم، امریکائیان کاملاً یواځی

او منزوی دئ.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: د اروپا اتحادیی د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کی معلومه وه، چی اروپا پدې زمینه کی د امریکی سیاستونو ته، چندانی مثبت نظر نه لری، او البته موږ د خپلو ګټو په اساس تصمیم نیسو.

*******

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی د اروپا اتحادیی د پرونۍ غونډې په هکله، دا سرلیک لیدل کیږی:« د ارویا نمایندګانو د فرانسی د ؤلس مشر د وینا په مهال وویل: له سوریی څخه لاس واخلئ »

د دغې ورځپاڼی په لیکنه؛ د اروپا پارلمان نمایندګانو پرونۍ غونډه، د فرانسی د ؤلس مشر« امانوئل مکرون » د وینا په مهال، په سوریی د وروستۍ حملې په هکله د امریکی؛ بریتانیی او فرانسی د ګډ اقدام په وړاندی د اعتراض په ډګر بدله شوه.

د فرانسې خبری آژانس؛ د اروپا پارلمان د نمایندګانو د عکس په چاپولو سره، چی ټول په لاسونو کی د دی لیکنی په لرلو سره؛ چی «سوریه پریږده» د استراسبورګ په ښار کی، را غونډ شوی

ؤو؛ په سوریی د لویدیځ د مداخلې د ختمیدو غوښتونکی شول.

د فرانسی ؤلس مشر« امانوئل مکرون » پدې غونډه کی د خپلې وینا په ترځ کی غوښتل، د خپلو برترۍ غوښتونکو طرحو لپاره،  د اروپا پارلمان د نمایندګانو ملاتړ جلب کړی، خو د نمایندګانو له بی پروایۍ؛ او د امریکی او بریتانیی په ملګرتیا، په سوریی د فرانسی په حملې؛ د هغوی له ډله ایز اعتراض سره مخامخ شو.

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ، او مهم مطالب یی را اخلو:

د کابل چاپ ورځپاڼو نن په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او مقالې خپرې کړې دی.

ماندګار

ماندګار ورځپاڼې پهخپله سرمقاله کې لیکلی چې د ټاکنو په شفافیت د خلکو بې‌باوری، او د ولسمشر محمد اشرف غنی د غیر ډموکراتیک سیاست سره اشنایی د دې لامل شوی، چې خلک راتلونکو انتخاباتو ته په جدی سترګه ونهګوری.

 

ورځپاڼه وړاندې لیکی چې د رأی ورکولو نیم مرکزونه له امنیتی ګواښونو سره مخ دی، چې په دغو مرکزونو کې د انتخاباتو ترسره کېدل ستونزمن دی.

سرمقاله لیکونکی پوښتنه کړې چې ایا پهداسې شرایطو کې دولت غواړی او یا هم کولای شی انتخابات ترسره کړی؟

د سرمقالې لیکوال لیکی، حکومت ځکه د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوی چې په تېرو انتخاباتو کې خلکو په دغې پروسې خپل باور له لاسه ورکړی او اوس داسې هڅې کېږی چې دغه باور بېرته راژوندی شی.

دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی چې د حکومت او خبریالانو ترمنځ تقابل د دیکتاتورۍ په ګټه دی.

ورځپاڼه وړاندې کاږی چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د اطلاع رسونې لړۍ له رکود سره مخ شوې او د خبریالانو پر وړاندې ستونزې مخ په زیاتېدو دی.

سرمقاله لیکونکی ادعا کوی چې د تېرو درېو کلونو تجربې او

شواهد دا ښیی چې حکومت له بېلابېلو لارو غواړی د ازادو رسنیو د فعالیت مخه ډب کړی او چارواکی د معلوماتو له ورکولو ډډه کوی.

د سرمقالې په پای کې دا هم راغلی چې د دا ډول وضعیت دوام د افغانستان په ګټه نهدی او که د رسنیو مخه ډب کېږی او دغه غږ چوپ کېږی په حکومتی ادارو کې به فساد لا زیات شی.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلی چې چاړه د خلکو ستونی ته رارسېدلې ده.

په سرمقاله کې همداراز راغلی چې د نا امنۍ تر څنګ په ټول هېواد کې فقر او بې‌کاری خلک پوزې ته راوستی دی.

د سرمقاله لیکونکی په باور بې‌کاری خپله فقر ته لار هواروی او همداراز په ټولنه کې د جرم، جنایت او ګډوډیو لامل ګرځی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکی، هر کال له دولتی او خصوصی تحصیلی بنسټونو څخه زرګونه کسان فارغېږی، خو په ډېر کم شمېر یې مناسب کاری فرصتونه مومی.

په مقاله کې همداراز راغلی چې د اداری اصلاحاتو پروسه هم

ناکامه، په فساد ککړه او وخت نیوونکې ده، باید داسې زمینه برابره شی چې بې‌وزله او بې‌کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شی.

انیس

انیس دولتی ورځپاڼې بیا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پوځی تحرکاتو په اړه ویلی چې دغه تحرکات د سیمې په ګټه نهدی.

ورځپاڼه وړاندې لیکی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دینی، فرهنګی او ژبنیو مشترکاتو ته په کتو باید ژر تر ژره د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادی شی.