د۸۴هیوادونو دقاریانواوحافظانوپه شتون سره دقرآن نړیوالې سیالۍ پیل شوې
د ۲۸ هیوادونو میرمنې هم د میرمنو ترمینځ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دوهم پړاؤ کې دګډون لپاره تهران ته راغلی دی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د ، دیوه امت اویوه کتاب : په شعار سره د قرآن کریم دسیالیو دپنځه دیرشمې نړیوالې سیالۍ نن د شعبانیه اخترونو سره په یو وخت د ۸۴هیوادونو دقاریانو احافظانو په ګډون سره پیل شوې او ټاکل شوې ده چې د ا پریل تر ۲۶نیټې پورې به دتهران دامام خمینی عیدګاه کې دوم وکړی .
دقرآن کریم د تلاؤت اوقراءت دسیالیو دغه پړاؤ د ښځو ،سړیو ، روڼ اندو، محصیلینو اودینی طلبه ؤ ترمینځ په پنځو برخو کې پلان شوی دی چې دوی به له یوه بل سره سیالی وکړی او ټاکل شوې ده ، د دینی طلبه ؤ او محصیلینو ترمینځ سیالۍ هم په قم او مشهد سپیڅلو ښآرونو کې ترسره کیږی .
د ۲۸ هیوادونو میرمنې هم د میرمنو ترمینځ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دوهم پړاؤ کې دګډون لپاره تهران ته راغلی دی .