دابوالفضل العباس(ع)نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وی
دحضرت عباس علمدار علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دکلیزې ورځ په اسلامی ایران کې دجانباز په ورځ هم لمانځل کیږی .
دحضرت امام علی علیه السلام او ام البنین میړنی زوی ،دکربلا د حماسی پاڅون بیرغوال اوسقا، په قمر بنی هاشم اوابوالفضل مشهور حضرت عباس علیه السلام د ۲۶هجری قمری کال د شعبان په څلورمه نیټه سترګې رڼې کړی او د امام حسین علیه السلام دلوبو ملګری شوی . حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام دعاشورا د پاڅون حماسه پنځونکی هم دی چې په پخپلې سرښیندنې ، جانبازۍ او شهادت سره ئې د خپل وخت امام سره عشق او ولوله پنځولې او دحقیقت د لارې لارویانو لپاره ئې د وفادارۍ غوره بیلګه پنځولې ده . دحضرت عباس علمدار علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دکلیزې ورځ په اسلامی ایران کې دجانباز په ورځ هم لمانځل کیږی .
په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکی دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .