په نائجېريه کښې د شېخ زکزاکي د ازادولو لپاره مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69990-په_نائجېريه_کښې_د_شېخ_زکزاکي_د_ازادولو_لپاره_مظاهرې
په نائجېريې کښې مسلمانانو د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ د مشر د آزادۍ لپاره مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2018 12:03 Asia/Kabul
  • په نائجېريه کښې د شېخ زکزاکي د ازادولو لپاره مظاهرې

په نائجېريې کښې مسلمانانو د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ د مشر د آزادۍ لپاره مظاهرې وکړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په نائجېريه کښې مسلمانانو د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ په مشر شېخ ابراهيم زکزاکي د حکومت د تورونو په ردولو او  بې بنياده بللو سره د هغه د فوري او بې قېدو شرطه ازادولو غوښتنه وکړه.

د نائجېريې په پائېتخت ابوجا او د دغه هېواد په ځينو نورو ښارونو کښې د شېخ زکزاکي د بې وجې نيونې د دوام په خلاف مظاهرې هم هغه شان دوام لري.

د نائجېريې د اسلامي غورځنګ چارواکو د شېخ زکزاکي بېګناهۍ ته په اشارې سره د دغه هېواد حکومت د دغه غورځنګ د ختمولو لپاره په هلو ځلو تورن کړ.

شېخ ابراهيم زاکزاکي او مېرمن يې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۳ نېټه د نائجېريې د شمال د کادونا صبوې به زاريا ښار کښې په يوې امامباړې باندې د دغه هېواد فوځيانو په حمله کښې ونيول شول.

په دغه حمله کښې د شېخ زکزاکي د دريو زامنو په شمول په سلګونو تنه شهيدان شول.

د نائجېريې سترې محکمې يا سپريم کورټ د شېخ زکزاکي او د هغه د مېرمن د ازادولو حکم صادر کړے دے خو د دغه هېواد حکومت او فوځ د هغه د سختې بيمارۍ او کمزورۍ باوجود د دغه حکم عملي کولو ته تيار نه دي.