د ثور یا غويي د یولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د تهران د نورو کابو ټولو ورځپاڼو په شان د زرګونو تنو کارګرانو او کارزیږونکو په کتنه کښې د ایراني شیانو په ملاتړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وینا یو انځور راخیستی او د خبر په سرټکی کښې یې لیکلي دي: د هیواد ځوانان له بیکارۍ څخه ژغورل غواړو.
خو اطلاعات ورځپاڼې بیا په دې موقع د معظم رهبر لخوا په ایران کښې د تولید شویو شیانو د کتنې د وخت یو انځور چاپ کړی او خبر ته یې دا عنوان ورکړی دی: د ایراني شیانو حمایت د دښمنانو له اقتصادي جنګ سره د مقابلې لاره ده.
د خبر په مختلفو برخو کښې لولو: له لویدیځې آسیا څخه د ایران اسلامي جمهوریت نه بلکې امریکا باید ووځي.
د ایران د کار ځواک په وړاندې باید د تعظیم سر ټیټ کړی شي او په همدې وجه پکار دي د ایراني هنرمند کارګر لاس ښکل کړی شي.
له ایراني شیانو د ملاتړ لپاره د حکومت او مسئولانو دنده د بیمې، بانکي، مالیاتي او د نقدو پيسو د کمښت په شان ستونزو او خنډو ختمول دي. او له ایراني شیانو په ملاتړ کښې د خلکو دنده د کورنیو تولیداتو د اخیستو جدي فیصله ده.
معظم رهبر د خپلې وینا په دوام کښې زیاته کړه: د (ووهه او وتښته) وخت تیر دی او پوهیږي چې که له ایران سره پوځي نښته پیل کړي نو څو چنده به تاواني شي.
د ایران له اسلامي جمهوریي نظام سره د اقتصادي جنګ خونه، د امریکا د خزانې وزارت دی. امریکایان هڅه کوي چې د سعودیانو او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو په لمسولو سره هغوي د اسلامي ایران په مقابل کښې ودروي.
د سیمې ځیني هیوادونه دې پوه شي چې که د ایران له اسلامي جمهوریت سره مخامخ شي نو خامخا به ګوذار او ماتې وخوري.
پوه شئ چې په سیمه کښې به د امریکې او د هغې په شان نورو هیوادونو پښې پرې شي.
ایران:
د تهران چاپ د ایران ورځپاڼې د یو خبر عنوان دی: اروپا د برجام ساتنې ته هوډمنه ده.
د ایران ورځپاڼې خبریال تهران ته په سفر کښې د انګلستان له مرستیال خارجه وزیر سره یوه مرکه کړې چې پکښې الیسټر برټ تاییدوي چې ایران د ایټمي موافقې په وړاندې خپلې ژمنې په ښه توګه پوره کړې دي خو امریکایان په دې لړ کښې ځینې اندیښنې لري.
د بریطانیې د خارجه وزیر مرستیال البته په دې هم ټینګار وکړ چې د امریکایانو اندیښمنې د برجام (ایټمي موافقې) د بدلون لپاره کوم دلیل نه دی. په دې بنیاد وايي چې لندن سخت کوشش کوي خپل ټول انډیوالان په دې موافقه کښې پاتې کیدو ته متقاعد کړي.
الیسټر برټ همداشان مدعي دی چې د انګلستان حکومت به له هیڅ هغه اقدامه ډډه ونه کړي چې د اروپا او ایران د مالي مشکلاتو د هواري لپاره ضروري وي. هغه په سیمه کښې د ایران په اهمیت او رول هم داده شو او ویې ویل: پوهیږم چې بشار الاسد له تهران څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. د جانسن مرستیال په دې خبرې سره چې د ایران او انګلستان ترمینځ د تجارت ارزښت په کال کښې کابو ۵۰۰ میلیون یورو دی، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي ارتباطاتو زیاتوالي ته یې د خپل هیواد ګروهنه څرګنده کړه.
جمهوري اسلامي:
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا په ریاض کښې د امریکا د نوي خارجه وزیر مایک پمپئو او د عربستان د خارجه وزیر عادل الجبیر لخوا په یوه ګډه خبري غونډه کښې د ایران په سیمه ایز سیاستو باندې نیوکو ته د ایران د غبرګون په هکله خبر خپور کړی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی پرون په یولړ څرګندونو کې په ریاض کې دعربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دایرانی ضد څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی: دا څه چې دامریکا خارجه وزیر ئې له ریاض سره د دغه هیواد د شراکت په توګه یادوي، د سعودی عربستان د ځینو بې تجربې سیاستوالانو پر بلا غواړو او جنګ غواړو اقداماتو مشتمل د افراط پالنې،بې ثباتۍ ، جنګ او د وسلوالو سیالیو د لازیاتولو او پیاوړی کولو لپاره د دوی سره شراکت او یو ځای د دسیسو پلانول دی .
بهرام قاسمی ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا او سعودی عربستان سره شراکت تر اوسه پورې دسمیې په هیوادونو کې دبې باورۍ، تاؤتریخوالی، وراستو بحرانونو،په سیمې کې دناکراریو ، بې ثباتیو او د دښمنۍ د دوام په څیر ورانونکی اغیزې او نتیجې په ځان پسې درلودلی دی ،زیاته کړې ، تر هغه وخته چې دغه سپیرۀ پراختیا غواړی شراکت موجود وی ، دسیمې ملتونه به په ډیرمشکل سره د امنیت ،آرامښت،انسانی پراختیا او اقتصادی خوندونه وڅکی .
دایران د خارجه وزارت ویندوی ، دسیمې په ځینو هیوادونو کې داسلامی ایران درول او شتون په باب دامریکاد خارجه وزیر څرګندونې ، بې اساسه پوچې اوتکراری ادعاګانې وبللې او وې وئیل ، په عراق او سورئې کې د ایران دسلاکارۍ شتون د هغو هیوادونو د قانونی حکومتونو په غوښتنې او په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره مبارزې لپاره دی او ترڅو چې دوی اړتیا ولری، نو دغه مرستې به هماغه راز دوام ولری.هغه همدارازپه یمن کې دایران د لاسوهنې د ادعا په باب هم ووئیل ، هغه څه چې دیمن په باب په دروغه تکراریږی ، یوه ناسمه موضوع ده چې یوازې په سیمې کې د بهرنیو قدرتونونو د بې ثباته کونکی او ورانکار شتون د دوام او په یمن باندې دتیریو او دعربستان د جنګ غواړی اقداماتو د دوام لپاره یوازې بې ا رزښته او چټی ادعا ده .
کابل چاپ:
کابل چاپ ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې نن په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه لیکنې چاپ کړي دي.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په کابل کې پرونۍ چاودنه چې ۹ افغان خبریالان پهکې شهیدان شول، د ډیموکراسۍ او ډیموکراتیکو ارزښتونو سره د مخالفینو ښکاره دښمني ګڼلې ده.
دنیا لیکلي، دا په ټوله معنی یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل و او په هېڅ ډول نهشي توجیه کېدای.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دا شان کړنې د هغه ملت سره د ښکاره دښمنۍ اعلان دی چې غواړي د اسلامي او انساني ارزښتونو تر سیوري لاندې یوه سولهییز او با عزته ژوند ولري.
ورځپاڼه لیکي، باید د دښمن پر وړاندې په خپلو پالیسیو او سیاستونو کې بدلون راولو.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ملګري ملتونه، نړیوالې بشري ټولنې او سازمانونه که د افغان ولس ملاتړ کوي، نور باید د دغه دښمن پر ضد غلي پاتې نهشي، په تش غندلو څه نهکېږي.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، دښمن معلوم دی او باید نړیواله ټولنه په عملي ډول د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او د ترهګرو مرکزونه او ملاتړې کړۍ یې لهمنځه یوسي.
مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په کابل کې یو ځل بیا خلک د غم په تغر کیناستل، خو تفاوت دا و چې دا ځل ډېره مرګ ژوبله خبریالانو ته واوښته.
سرمقاله لیکونکې لیکي، لهدې سره یو ځل بیا دا پوښتنې راولاړېږي چې وحشت تر کله؟ څنګه یې مخه نه نیول کېږي؟ څوک مسؤل دي؟ او څه باید وشي؟
ورځپاڼه لیکلي، له امریکا سره واضح او روښانه خبرې پهکار دي، خو دا خبرې باید د ولس له یوې معتبرې استارولۍ به اړخه وشي، نه د امریکا تر سیوري لاندې حکومت له اړخه.
ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خبریالانو د خوندیتوب د کمېتې په حواله لیکلي چې د تېرې ورځې د پېښې په تړاو به د نړیوالو جرمنو محکمې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي.
په مطلب کې دغه شان راغلي چې د دوشنبې د ورځې پېښه یو ښکاره جنایت و چې د رسنیو په وړاندې پلان شوی و.
نور ټولو ورځپاڼو هم په کابل د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شوېو خبریالانو، تصویرونو، د دوی پېژندګلوی او په غم لړلې کیسې چاپ کړي او کورنیو ته یې ډاډګېرنه ورکړل شوې ده.
ورځپاڼو په کابل کې د وژل شویو خبریالانو ترڅنګ چې د ازادي راډیو درې خبریالان هم پهکې شامل دي په خوست کې په همدغه ورځ د بي بي سي راډیو د خبریال وژل کېدل هم غندلي دي.
*****///////******