دایران د اټومی پروګرام په اړه د نتانیاهو ادعا ارزښت نلری
-
داټومي انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه لس(۱۰) ځله دایران داټومي فعالیتونو په سوله ایزوالي ټینګار کړی دی .
زمونږخبریال وایی د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهودباراک(Ehud Barak) وویل دایران داټومی پروګرام پرضد د لومړی وزیر نتانیاهو وینا بې ارزښته ده .
هغه وویل دصهیونیسټ رژیم جاسوسۍ ادارې موساد (Mossad) د ایران داټومی سرغړونې په اړه هیڅ نښه نه ده موندلی .
د اسرائیلوپخوانی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو جوته کړه د ایران د پټ اټومی فعالیت په اړه د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وینا تکراری ده او هیڅ نوی خبره نلری .
هغه ټینګار وکړ د اسرائیلو د لومړی وزیر نتانیاهو ټولې هڅې له اټومی موافقې د وتلو په هدف سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هڅولو او د می دمیاشتې د دولسمې(۱۲) نیټې د فیصلې دترسره کولو په درشل کښې له ټرمپ سره د مرستې په هدف سره ترسره کیږی .
د صهیونیسټ رژیم لومړې وزیر نتانیاهو په دوشنبې ورځ په چټی او بې اساسه ادعا کښې وویل ایران هماغه راز داټومی وسلو پټ پروګرام لری .
د نتانیاهو دغه چټی ادعا په داسې حال کښې ده چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه لس(۱۰) ځله دایران داټومی فعالیتونو په سوله ایزوالی ټینګار کړی دی .