ترهه گری د ملتونو د ځپلو لپاره امریکایی اوزار
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70466-ترهه_گری_د_ملتونو_د_ځپلو_لپاره_امریکایی_اوزار
امریکا ته له بل هر چا او هیواد ښه پته ده چی د افغانستان امنیتی وضعیت به په کوم وخت کې څرنګه وی ځکه چی د جنګ او ترهه ګری کیلی د امریکا په لاس کی ده چی کوم وخت یې کم او کوم وخت یې زیاته کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2018 09:39 Asia/Kabul
  • ترهه گری د ملتونو د ځپلو لپاره امریکایی اوزار

امریکا ته له بل هر چا او هیواد ښه پته ده چی د افغانستان امنیتی وضعیت به په کوم وخت کې څرنګه وی ځکه چی د جنګ او ترهه ګری کیلی د امریکا په لاس کی ده چی کوم وخت یې کم او کوم وخت یې زیاته کړی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د کابل په وروستیو خونړیو حملو پسې چی د روانې اونۍ په ګل ورځ وشوې او له امله یې د ۹ خبریالانو په شمول ۲۵ کسان ووژل شول ، د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس له خپل مقدونیایی هم څنګ سره په کتنه کې خونړیو حملو ته د اشارې په ترڅ کې وویل دغو حملو وښودله چی افغانستان هماغه راز په خپله خاوره کی د امریکا او ناټو عسکرو شتون ته اړتیا لری ، هغه همداراز اعتراف وکړ چی د افغانستان امنیتی  وضعیت به نور هم خراب شی . د امریکا دفاع وزیر جوته کړه که څه هم د افغان عسکرو کیفیت ښه شوی دې خو هماغه راز دا اړتیا شته چی امریکایی او ناتو عسکر د هغو روزلو ته دوام ورکړی  اوپه همدې خاطر افغانستان ته نور شپږ زره عسکر ورغلی او ټاکل شو یده زر عسکر نور هم ډیر ژر افغانستان ته ولیږل شی .

خو کارپیژاندی هم د امریکا د دفاع وزیر د څرګندونو د تایدولو په ترڅ کی وایی چی هغه د امنیتی وضعیت د خرابیدا په اړه  ریښتیا ویلی دی ، ځکه چی د افغانستان د علومو په اکیډمۍ کې د دایره المعارف د مرکز مشر حبیب ا... رفیع چی له تهران راډیو سره یې ټیلی فونی خبرې کولې وویل امریکا ته له بل هر چه او هیواد  ښه پته ده چی  د افغانستان امنیتی وضعیت به  په کوم وخت کې څرنګه وی ځکه چی د جنګ او ترهه ګری کیلی د امریکا په لاس کی ده چی کوم وخت یې کم او کوم وخت یې زیاته کړی ، ترهه ګر د امریکا د لاس اوزار دی که هغه طالبان دی او یا داعش ، دواړه د سیمې د ځینو هیوادونو د استخباراتی  ادارو  په مرسته او ملګرتیا  امریکا جوړ کړی دی . امریکا خپل هر استعمکاری پروګرام د همدغو داخلی مهرو په وسیله اجرا کوی ، کله په سپینو بیرغونو او کله په تورو بیرغونو . د افغانستان د غه مشهور لیکوال جوته کړه دا چی جیمز ماتیس ویلی دی له دغو افراطی او ترهه ګرو ډلو سره د مقابلې لپاره په افغانستان کی د بهرنیو عسکرو شتون ضروری دې  او همداراز طالبان هم د دې په اپوټه وایی تر څو چی په افغانستان کی د امریکا او ناټو عسکر شتون ولرلی شی ، جنګ به دوام ولری . استاد حبیب ا... رفیع په دې باره کی وویل دا یوه استعماری لوبه ده چی امریکا د خپلو ګټو او هدفونو  په لړ کی  په لاره اچولی ده تر څو د جنګ او ترهه ګری تر دوام د امریکا پوځی شتون توجیهه کړی . هغه زیاته کړه که امریکا ریښتیا غوښتلی چی په افغانستان کی ترهه ګری ختمه شی نو اتلس کاله به یې دوام نه کاوه بلکې په هماغه ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې به جنګ ختم شوی وو ، خو لیدل شول چی ماته خوړلی طالبان څرنګه په پاکستان کې منظم او حیا کړې شول ځکه چی امریکا په سیمه کې د خپلو سپیرو هدفونو په خاطر په افغانستان کی د جنګ دوام ته اړتیا درلوده . ده همداراز د افغان دولت په اړه هم وویل افغان حکومت چی د خلکو په رایو سره ندې جوړ شوی بلکې د امریکاد ګټو په لړ کی  د یوې امریکایی فارمولې په اساس جوړ شوی دی  نو په همدې دلیل د افغان  حکومت ویندویان د افغانانو وژله که هغه طالبانو په وسیله وی که بهرنیو عسکرو په لاس ، نوجیهوی .

د ښاغلی رفیع په وینا ، د افغانستان حکومت د خپلو خلکو د ساتنې وړتیا او صلاحیت نلری باید په خپلې بې وسئ اعتراف وکړی او څنګته شی او یو حقیقی ولسی حکومت جوړ شی تر څو د خلکو ډول ډول په تیره بیا امنیتی مشکلات ختم  کړی . ښاغلی رفیع جوته کړه امریکا چی سیمې په هیوادونو په تیره افغانستان ، مینځنی ختیځ او عربی هیوادونو کې پوځی شتون او اډې لری ، هیڅکله هلته ډیموکراسی او ولسوالکی نه غواړی  ځکه چی هغه له خپلو ګټو سره په تضاد کې بولی ، که په افغانستان کی یو ولسی حکومت جوړ شی ، نو د ملی ارادې په اساس به اجازه ورنکړی چی امریکا په افغانستان کې خپل پوځی شتون ته دوام ورکړی . حبیب ا... رفیع جوته کړه په عربی هیوادونو په تیره بیا عربستان کی چی د استعمار په وسیله لاس پوڅی او ګوډاګی رژیمونه جوړ شوی دی ، نو حکومتی پروګرامونه  یې په بشپړه د  امریکا په کنټرول کی دی . د دغو هیوادونو باچاهانو د خپلې ټولې ملی شتمنۍ یا په خپل عیش و عشرت لګوی او یا هم د امریکا او لویدیځ په بانکونو کې د استعمار د استفادې وړ ګرځی البته په وروستیو کلونو کې د عربی هیوادونو په وسیله  له امریکا او لویدیځو هیوادونو د ټریلیونونو ډالرو په ارزښت وسلې یوازې د مسلمانانو د شتمنیو د چورتالان لپاره چی په بې وزلۍ کې ژوند کوی ، اخیستل شوی دی او تر هغه چی د دغو هیوادونو خلک ویښ نشی ، ګوډاګی حکومتونه ختم او پر ځای یې ولسی حکومتونه جوړ نکړی ، نو وضعیت به له دې هم بدتره شی .

عاشق حسین طوری