په برجام نیوکه کونکي د ایران نظام بدلول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70554-په_برجام_نیوکه_کونکي_د_ایران_نظام_بدلول_غواړي
د امریکې د خارجه وزارت پخواني مرستیال د برجام د مخالفانو وروستی هدف د ایټمي موافقې اصلاح نه بلکې په ایران کښې د نظام بدلون وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2018 16:04 Asia/Kabul
  • په برجام نیوکه کونکي د ایران نظام بدلول غواړي

د امریکې د خارجه وزارت پخواني مرستیال د برجام د مخالفانو وروستی هدف د ایټمي موافقې اصلاح نه بلکې په ایران کښې د نظام بدلون وباله.

مهر خبري آژانس لیکلي چې د امریکې د خارجه وزارت پخواني مرستیال او د دغه هیواد د سټراټیجکو څیړنو د نړیوالې موسسې د بې وسلې کونې د پروګرام اوسني مدیر مارک فټزپاټریک په خپلو ټویټونو کښې، د برجام (ایټمي موافقې) په منتقدانو باندې په نیوکې سره لیکلي دي: د بندیزونو د بیالګولو لپاره د هغوي هڅه د برجام پیاوړتیا نه ده بلکې د هغوي هدف په ایران کښې د موجوده نظام بدلول دي.

هغه په یو بل ټویټ کښې د خپل برخلیک د ټاکلو په لړ کښې د ایران په شمول د ټولو هیوادونو د خلکو پر حق ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې اقداماتو (د بهرنیو قدرتونو لخوا د یو هیواد د نظام د بدلولو) نتیجه مو مخکښې لیدلې ده.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره د ۵+۱ ډله هیوادونو د شوې ایټمي موافقې ترټولو ستر مخالف او منتقد دی چې ټاکل شوې د مۍ په دولسمه، په دغې موافقې کښې د امریکې د پاتې کیدو یا ترې د وتو په هکله فیصله وکړي.