ماسکواو بیجینګ یوځل بیاله جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړاعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70576-ماسکواو_بیجینګ_یوځل_بیاله_جامعې_ایټمی_موافقې_بشپړملاتړاعلان_کړ
د روسیې دخارجه وزارت د وسلو د کنټرول او نه پراختیا د ادارې مشر ولادیمیر برماکیف هم له دې مخکې وئیلی وو ، د این پی ټی تړون څه دپاسه یو سلو شلو غړو له جامعې ایټمی موافقې په ملاتړ کې د ګډې اعلامیې مسوده اعلان کړې او په دغې غونډې کې ګډونکو پنځه ویشتو هیوادونو دا لاسلیک کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 06, 2018 01:19 Asia/Kabul
  • ماسکواو بیجینګ یوځل بیاله جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړاعلان کړ

د روسیې دخارجه وزارت د وسلو د کنټرول او نه پراختیا د ادارې مشر ولادیمیر برماکیف هم له دې مخکې وئیلی وو ، د این پی ټی تړون څه دپاسه یو سلو شلو غړو له جامعې ایټمی موافقې په ملاتړ کې د ګډې اعلامیې مسوده اعلان کړې او په دغې غونډې کې ګډونکو پنځه ویشتو هیوادونو دا لاسلیک کړې ده .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  ددروسیې اوچین په  ګډې اعلامیې کې چې  داین پی ټی  تړون دبیا کتنې  د کنفرانس  دمقدماتی کمیټې  له دوهمې غونډې وروسته  خپره شوی ، راغلی دی ، ماسکو اوبیجینګ   دهغه څه په اساس  چې  د ملګروملتو  دامنیت شورا  په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې  تصویب شوی دی ،  دجامعې ایټمی موافقې  له ا غیزمنې اجرا پر خپل بشبړ ملاتړ  ټینګار  کوی .

  په دغې اعلامی  کې روښانه شوې ده ،  ماسکو اوبیجینګ  په تیره بیا     دجامعې ایټمی موافقې  په چوکاټ کې د خپلو ژمنو  دبشپړ اجرا  لپاره په دغې موافقې کې د ټولو ګډون کونکو او دغه راز   د دغې نړیوالې موافقې له اجرا  د ملاتړ لپاره  داین پی ټی تړون  د ټولو  غړو پرپابندۍ   او  له  هغو اقداماتو پر ډډه کونې چې  ددې د ا جرا خنډ کیږی ، ټینګار  کوی . 

 په دغې اعلامیې کې  همداراز  راغلی دی ، روسیه اوچین  د امینت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  په اساس په ایران کې د  څارنې او پلټنو   په تامینیدا کې د ایټمی  انرژ ۍ دنړیوال آژآنس  له اساسی روله ملاتړ کوی او   په دې باب د  دآژانس دمشر  یو کیاآمانو   له منظمې تائیدیدا چې  ایران  دجامعې ایټمی موافقې  په چوکاټ کې  پخپلو ژمنتیاؤ عمل کوی ،هرکلی کوی .