دعدسو دال ډیرې ګټې لری
-
عدس زیات ویټامین لري له کبله یې د انسان دبدن هډوګي او غاښونه مظبوطوي .
زمونږ خبریال وایی عدس یعنی دمسورو دال چې په عام ډول ورته د «مسور ملکه» هم ویل کیږی دانسان دخوراک لپاره مهم حبوبات ګڼل کیږی .
په لرغونی وخت کښې په یونان او روم کښې خلکو دعدس دال
په ډیر شوق سره خوړل .
د خواړو له پلوه په عدس کښې دولس (۱۲)فیصده رطوبت ، پینځویشت (۲۵) فیصده پروټین او شپیته(۶۰) فیصده کاربوهایډریټس وی او دغه راز په زیاته اندازه پوټاشیم او فاسفورس هم لری .
دعدش دخوړلو خوند په خپل ځاې خو دغه دال ډیرې طبی ګټې هم لری .
ویل کیږی چې عدس دانسان زړه سپک او نرموی او له سترګو د اوښکو بهیدل کموی .
عدس د ایرن(Iron) او دپروټین(Protein) ترټولو ستره وسیله ده کوم چې دانسان د بدن د سیلولونو لپاره مهم دی چې پکښې د ویښتانو سیلولونه هم شامل دی .
عدس د انسان د ویښتانو د جرړو په پیاوړی کولو سربیره ویښتانو ته د ضروری خواړو دبرابرولو صلاحیت هم لری .
عدس دانسان د وینې د لوړ فشار او د قند(Sugar) د کنټرول لپاره هم ترټولو ګټوره وسیله ده .
عدس دانسان په بدن کښې د کولیسټرو په کمولو سره زړه روغ ساتی او د انسان دوزن دکمولو ډیر صلاحیت هم لری .
هغه کسان چې عدس خوری نو دبدن پوستکی یې نه خرابیږی او عمر یې هم کم بریښی .
عدس زیات ویټامین لری له کبله یې د انسان دبدن هډوګی او غاښونه مظبوطوی .
عدس ویټامین ای (Vitamin- A )، او ویټامین بی (Vitamin-B)لری نو ځکه خو دا دانسان دسترګو دنظر په پیاوړی کولو کښې ډیره مرسته کوی .
که چیرې تاسو غواړئ چې مخ او څیره مو هر وخت ښکلی او غوړه وی نو عدس په خپلو خواړو کښې ضرورت شامل کړئ .
په یوه(۱) پیاله عدس کښې دومره غذائیت وی چې هغه د ټوله ورځ د خواړو د ضرورت د پوره کولو لپاره کافی دی .