په برجام د برطانيې، جرمني او فرانسې پابندي
د برطانيې، جرمني او فرانسې مشرانو له برجامه د امريکې د ولسمشر ډونالډټرمپ د فېصلې په ردعمل کښې د يوې بيانيې په خپرولو سره له ايران سره په اېټمي موافقې باندې په خپلې پابندۍ تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې په دغه ګډه بيانيه کښې چې يوه نسخه يې د برطانيې د وزيراعظمې د دفتر په سائيټ کښې خپره شوه د دې په بيانولو سره چې برجام د ملګرو ملتو د امنيت د شورا لخوا د رايو په اتفاق سره په ۲۲۳۱ پرېکړليک کښې تصويب شو راغلي دي، دغه موافقه د برطانيې جرمني او فرانسې لپاره هم هغه شان اهميت لري.
په دې بيانيه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا پرېکړليک د ايران د اېټمي پروګرام په باره کښې يو لازمي او قانوني چوکاټ ګڼل کيږي له ټولو خواو غوښتل شوي دي چې د برجام په پوره اجرا دې ژمن اوسي او ورباندې دې ذمه وارانه عمل وکړي.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ له ايرانه وغوښتل شول چې له برجامه په وتلو کښې د امريکې د فېصلې په مقابل کښې دې له زغم څخه کار واخلي.