ټرمپ دوست یا دښمن ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71452-ټرمپ_دوست_یا_دښمن
د صیهونیستی رژیم د ظلم او وحشی توب د ظالمانه ذهنیت وروستې حد د اسراییلو د دفاع وزیر له دغې خبرې ښه پیژندلې شو چی ویلی یې دی په غزې کې هیڅ بیګناه نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 09:31 Asia/Kabul
  • ټرمپ دوست یا دښمن ؟

د صیهونیستی رژیم د ظلم او وحشی توب د ظالمانه ذهنیت وروستې حد د اسراییلو د دفاع وزیر له دغې خبرې ښه پیژندلې شو چی ویلی یې دی په غزې کې هیڅ بیګناه نشته .

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم له ایران سره له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو ، له تل ابیبه ، بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو او همداراز د فلسطینیانو د قتل عام په نسبت په بیلا بیلو ډولونو نړیوال اعتراضونه دوام لری . د اروپا د کمیشن مشر ډونالډ تاسک چی د زیارت په ورځ یې د بلغارستان په پلازمینې صوفیه کې د اروپایی اتحادیې په سرمشریزه کی وینا کوله ، د امریکا د ولسمشر ټرمپ په شر غواړو فیصلو او یرغلیزو ویناو د نیوکې په ترڅ کې  وویل  د امریکا ولسمشر زیاتره یوه دښمن ته ورته دې نه یوه ملګری . هغه په دغه غونډه کې ګډون کونکیو ته د خطاب په ترڅ کې له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو او د اروپا په تجارت د کسټم لګولو په وړاندې د اروپا د متحدې جبهې  په  جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چی د ټرمپ د وروستیو فیصلو په اساس ایا څوک دا تصور کولی شی چی د داسې دوستانو په درلودلو سره دښمن ته اړتیا شته . د اروپا د کمیشن د مشر په وینا تر هغه چی ایران ایټمی موافقې ته پایبنده دې د اروپا مشران هم باید ورته پایبنده ووسی.

له بلې خوا قدس  شریف ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه هم  اعتراضونه په بیلا بیلو رودو دوام لری . د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼۍ هم نن د پاکستان د مشهور لیکوال ډاکټر لال خان په قلم  په فلسطین کې د بیګناه خلکو قتل عام او استعمار پالو جشن تر عنوان  په خپلې مقالې کې لیکلی دی په داسې حال کې چی د می میاشت په ۱۴ صیهونیست رژیم په غزې تړانګې کې فلسطینان قتل عام کول ، د ټرمپ لور ایوانکا له خپل خاوند کوشنر ، د اسرایلو له  لومړی وزیر نتانیاهو او د امریکا د نورو نوکرو هیوادونو له سفیرانو سره یو ځای  په بیت المقدس کې  د امریکا د سفارت د پرانستلو په مناسبت په جشن بوخته وه . له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته دا په نیواکی فلسطین کې تر ټولو خونړې ورځ وه چی پکې ۶۳ فلسطینان شهیدان او کابو درې زره ژوبل شول . په دغه مقاله کې په اسراییلو کې د بشری حقوقو د یوې موسسې د مشر له قوله راغلی دی د سنایپرانو په شمول اسراییلی عسکرو ساعتونه  په اعتراض کونکیو فلسطینانو ډزې وکړی او ما تر ننه داسې تباهی او وحشی توب نه وو لیدلې . دغه مقاله زیاتوی چی د صیهونیستی رژیم د ظلم او وحشی توب د ظالمانه ذهنیت وروستې حد د اسراییلو د دفاع وزیر له دغې خبرې  ښه پیژندلې شو چی ویلی یې دی په غزې کې هیڅ بیګناه نشته .

د اروپا په شمول امریکا ته ګروهمنو هیوادونو  له معول سره یوازې د دغې غمیزې په غندلو بسنه وکړه . عربی هیوادونو چوپتیا غوره کړه ، د فلسطین پر سر د اسراییلو او عربو لانجه نوره د عربی هیوادونو لخوا ختمه شوی ده  او د عربی هیوادونو د مشرانو له خوا د امریکا چاپلوسی اواسراییلو ملاتړ نور نړیوالو لپاره ښکاره شوی دی . عربی مشرانو نور د اسراییلو رژیم په رسمیت پیژندلې دی . خو یوازې ایران دې چی له اسراییلو سره یې د نښتې احتمال موجود دې  او دا احتمال هم شته چی د سیمې ډیر هیوادونه په دغه احتمالی جنګ ګې د اسراییلو ملګرتیا وکړی .

د افغانستان د پارلیمان غړی مولانا عبد الرحمان رحمانی هم چی د ټیلی فون په لیکه یې زمونږ سره خبرې کولې ، له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو او قدس شریف ته د امریکا د سفارت د انتقالولو  په اړه وویل که نړۍ په تیره بیا اروپایان او د سیمې ستر هیوادونه د امریکا د یواړخیز پالنې په وړاندې چی یوازې خپلې او د اسراییلو ګټې په نظر کې نیسی ، مقاومت ونکړی ، نه یوازې سیمه بلکه درسته نړۍ به له ستر ګواښ سره مخامخ شی . . ښاغلی رحمانی په دغو دواړو موضوګانو کې له امریکا د سیمې د ځینو هیوادونو په تیره بیا عربستان ملګرتیا ، په دغو جنایتونو کې د شریکیدا په معنا وبلله او زیاته یې کړه چی ټرمپ د خپلو فیصلو له اجرا کولو په تیره بیا قدس شریف ته د امریکا د سفارت له انتقالولو وړاندې  د سیمې ځینو هیوادونو په تیره بیا سعودی عربستان ته سفر وکړ  او د هغو رضایت یې جلب کړی وو . مولانا رحمانی د اسلامی هیوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل که یوه بل ته لاسونه ورنکړئ او متحد نشئ او د امریکا او اسراییلو د دسیسو په وړاندې  مقاومت ونکړئ نو له دې به بدتر وضعیت سره مخامخ شئ .

 

عاشق حسین طوری