اسلامی هیوادونو د اسرائیلو په جنایتونو دغور غوښتنه وکړه
-
دفلسطین دخلکو پرضد داسرائیلو جنایتونه د امریکا په ملاتړ سره ترسره کیږي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ترکیې کښې داسلامی ملګرتیا د موسسې د مشرانو ځانګړی غونډه د دیرش (۳۰)ماده ایزې بیانیې په خپرولوسره پاې ته ورسیدله .
داسلامی هیوادونو مشرانو په دغه پاییزې بیانیې کښې د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د غور د کمیټۍ دجوړولو غوښتنه وکړه .
د اسلامی هیوادونو مشرانو بیګا په یوې (۱)بیانیې کښې د ملګروملتونو له اصلی ارګانونو یعنی امنیت شورا ، د ملګروملتونو له سرمنشی ، عمومی اسمبلۍ ، د بشری حقوقو له شورا ، د بشری حقوقو له لوړې کمشنرۍ او ځانګړی څارونکو څخه وغوښتل د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټانو په جنایتونو دغور لپاره سمدستی یوه(۱) کمیټه جوړه کړی .
د اسلامی ملګرتیا د موسسې د غړیو هیوادونو مشرانو په دغه بیانیې کښې له نړیوالې ټولنې فلسطین ته د نړیوال ځواک داستولو په شمول د فلسطین دخلکو لپاره د نړیوال حفاظت غوښتنه وکړه .
د استانبول په غونډې کښې ګډون کونکو اسلامی هیوادونو د جنایت دترسره کولو او د فلسطین په ټاټوبی د حملې او دفلسطین دخلکو په وړاندې د غیرقانونی ، څاروی ډوله او دغیر انسانی جرمونو دترسره کولو په علت صهیونیسټ رژیم په کلکه وغاند .
داسلامی هیوادونو مشرانو په دغه بیانیې کښې صهیونیسټ رژیم د نیواکګر او دجنایتکار په توګه وباله او ټینګار یې وکړ دفلسطین دخلکو پرضد داسرائیلو جنایتونه د امریکا په ملاتړ سره ترسره کیږی .
د اسلامی ملګرتیا موسسې د غړیوهیوادونو مشرانو یوځل بیا د امریکا د ولسمشر ترامپ لخوا داسرائیلو دنیواکګر رژیم د پلازمینې په توګه دقدس په غیرقانونی ډول په رسمیت پیژندل بې اعتباره وبلل اوهغه یې د فلسطین دخلکو په تاریخی ، ملی ، طبیعی او قانونی حقونو حمله وبلله .