د خداے مېلستيا (۳) د کاميابۍ په لار کښې تګ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71502-د_خداے_مېلستيا_(۳)_د_کاميابۍ_په_لار_کښې_تګ
د رمضان د مبارکې مياشتې د معنوي او برکته ډکو ورځو له رارسېدو سره په يو وخت د خداے مېلمستيا نومې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو، د خداے پاک د مېلمستيا او د کمال او کاميابۍ په لار کښې د تګ لپاره دهغۀ د بلنې مياشت.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 06:59 Asia/Kabul
  • د خداے مېلستيا (۳) د کاميابۍ په لار کښې تګ

د رمضان د مبارکې مياشتې د معنوي او برکته ډکو ورځو له رارسېدو سره په يو وخت د خداے مېلمستيا نومې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو، د خداے پاک د مېلمستيا او د کمال او کاميابۍ په لار کښې د تګ لپاره دهغۀ د بلنې مياشت.

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تاريخ په اوږدو کښې الهي پېغمبران عليهم السلام تل د الهي دعوت او بلنې بلنونکي وو. حضرت نوح (ع) وفرمايل:

«قَالَ رَبِّ إِنِّی دَعَوْتُ قَوْمِی لَیْلاً وَ نَهَارا»[نوح/۵]ً ‏ «نوح وويل: ما خپل قوم شپه او ورځ په تا باندې د ايمان لوري رابللے دے»

دالهي پېغمبرانو عليهم السلام د زنځير آخري کړۍ حضرت محمد مصطفی (ص) هم د الهي فرمان له مخې خپل رسالت د خداے پاک لوري ته بلنه وبلله او وې فرمايل:

«قلْ هَذِهِ سَبِیلِی أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِیرَهٍ ...» «ووايه: دا زما لار ده چې زۀ (خلق) په آګاهۍ او پوهې سره د خداے لوري ته راوبلم.» [يوسف/۱۰۸]

د خداے پاک دعوت له يو لړ خصوصياتو سره مل دے چې هغه له نورو دعوتونو څخه ځانګړے کوي. د دغه دعوت کُنجي حکمت او ښې خبرې دي.

«ادْعُ إِلِى سَبِیلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَهِ وَالْمَوْعِظَهِ الْحَسَنَهِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِیلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِینَ ‏» «(اے پېغمبره!) خلق په مضبوطو خبرو او ښو او ښکليو نصيحتونو سره د خپل پروردګار لوري ته دعوت کړه، او له هغوي سره په ډېرې ښې او غوره طريقې سره خبرې وکړه. بې له شکه ستا پروردګار د هغو کسانو په حال آګاه دے چې د هغۀ له لارې بې لارې کيږي او يا دا چې لار بيامومي.»‏[نحل/۱۲۵]

نو هغه وخت د خداے ګران رسول (ص) په خپله وړومبنۍ بلنه کښې له درې کالو پټې بلنې وروسته د صفا غرۀ په سر اوختۀ او په لوړ غږ سره يې وفرمايل:«ایها الناس قولوالااله الاالله تُفلِحوا» - «اے خلقو ووائئ چې له خداے نه بغېر بل خداے نشته چې کامياب شئ.»

دغه فلاح او کاميابي څه ده او څه ډول يې انسان تر لاسه کولې شي؟

د فلاح او کاميابۍ معنا مقصد او آرزو ته په خېر او سلامتيا سره رسېدل شوې ده. هغه څوک چې د فلاح او کاميابۍ غوښتونکے وي او غواړي خپل وروستي هدف او مقصد ته ورسي نو پکار دي د رسېدو لپاره يې سريزې رامنځته او زمينه برابره کړي. فلاح او کاميابي يو لړ لوړې ژورې لري چې کله کله عارضي او موقتې وي او انسان د خطراتو له ګواښ سره مخامخوي. د کاميابۍ عوامل هر يو يوه پوړۍ ده چې د يو بل په ملګرتيا سره مقصد ته د رسېدو لار برابروي، د يو بل بشپړونکې او په يو هدف او مقصد تماميږي.

د کاميابۍ لار د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) او د وړومبنيو مسلمانانونو په غږ سره چې د مکې ښار په کوڅو او بازارونو کښې يې انګازې وکړې او د انسانانو فطرت يې ولوروۀ شروع شوه او په قرآن مجيد کښې يې هم يو ډول خاص انعکاس موندلے دے؛ د سورۀ مومنون په شروع کښې لولو:

«قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ». «په رښتيا چې مومنان کامياب شول» نو د دغه مبارک آيت له مخې انسانانو همدا چې په خداے پاک او د هغۀ په وعدو يې ايمان راوړۀ د کاميابۍ په لاره کښې قدم پورته کړے دے. که څه هم ممکنه ده په دغه لار کښې خطر رامنځته کونکو عواملو هم کمين کړے وي.

د قرآن مجيد په نورو آيتونو کښې د نفس تزکيه کاميابۍ ته د رسېدو د يو عامل په توګه معرفي شوې ده. په سورۀ شمس کښې خداے پاک له يولسو سوګندونو خوړلو وروسته فرمائي:

 قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها ـ وَ قَدْ خابَ مَنْ دَسّاها. (شمس: 9 و 10)

«هر چا چې خپل نفس پاک کړ نو په يقين سره کامياب شو او هر چا چې خپل نفس په ګناه سره ککړ کړ نو زيانمن شو.»

د اخلاقو او عرفان په اصطلاح کښې تزکيه د اخلاقي فضائلو په لوري د ګام اوچتولو لپاره له ناغوره اخلاقو او اخلاقي ککړتياو څخه د نفس پاک او پاکيزه کولو ته وائي چې په آخر کښې په دنيا او آخرت کښې د حقيقي کمال او سعادت سبب کيږي. د قرآن له نظره انساني نفس په ابتداء کښې د يوې سپېنې او خالي تختې په شان وي چې هم د تزکيې او کمالاتو د حاصلولو قابليت لري او هم په ګناهونو د ککړتيا قابليت لري او دغه دواړه خپله د انسان په اختيار او انتخاب سره رامنځته کيږي. څوک چې ځان له ناخوښه خصلتونو پاک کړي او انساني آداب زده کړي او خداے پاک ته د رسېدو لپاره چې وروستۍ کاميابي ده ځان تربيت کړي نو کامياب او نېکمرغه دے. په نورو الفاظو سره د خداے پاک د رضايت په نظر کښې لرلو سره د ژوند فعاليتونو ته لار سمول او انګېزې سمول خودسازي يا نفس پاکول دي، نه، خداے ته د رسېدلو په اميد د اجتماعي فعاليتونو بندول، ګوښه کښې کښېناستېدل او سر په ګرېوان کښې زوړندول.

د تزکيې او ځان سمونې نتيجه د خداے بندګي ده. بندګي د مطلق بې نيازه ذات په درګاه کښې په اګاهۍ او بېدارۍ سره د عاجزۍ څرګندونه ده او يوه پراخه معنا لري اکثر له عبادت نه اوچته چاره ده.د خداے د رضا لپاره د اختيار او شعور له مخې د هر کار کول يا پرېښودل د بندګۍ د خېمې تر سيوري لاندې ګرځول کېدې شي. که انسانان کاميابۍ او تقوا ته د رسېدو د لارې په توګه د نمونځ او روژې لپاره رابلل کيږي نو د دې لپاره دي چې په دغو اعمالو کښې بندګي د هغوي نورو عبادتي اعمالو ته هم لاره سمه کړي.

بندګي د خداے پاک له ياد او ذکر سره مضبوطيږي او همدغه يادول او ذکرول کاميابۍ ته د رسېدو د يوې وسيلې په توګه معرفي شوي دي. خداے پاک فرمائي: «وَاذْکُرُوا اللّه َکَثِیراً لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ؛ خداے پاک زيات ياد کړئ، دې لپاره چې کامياب شئ.» (جمعه: 10)

هغه کسان چې د خداے پاک له ذکر او ياد سره بلد دي پوهيږي چې په ښکليو الهي نومونو د انسان د ژبې او زړۀ مترنم والے له خداے سره د عاشقانه تعلق يوه ډېره ښکلې جلوه او سېر او سلوک ته د رسېدو ترټولو بنيادي لاره ده. د انسان روح او روان د خداے د نوم او ياد ترنم کښې تازه پاتې کيږي او روڼ والي، درک ، ولولې او عشق ته رسيږي. خداے پاک خپل ذکر د زړونو د نورانيت او بېدارۍ سبب بولي. د زړۀ مړ والے او ډېپرېشن انسان د تيارو او ظلمت لوري ته راکاږي، په دا ډول چې حضرت امام حسن مجتبی (ع) ته د حضرت علي (ع) وړومبے نصيحت دا دے  چې له بل هر څيز نه زيات دې د خپل زړۀ په ابادونه لاس پورې کړي لکه فرمائي: «اے زويه! تا ته د تقوا او د خداے د فرمان منلو، د هغه په ذکر سره د زړۀ او روح آبادولو او په الهي رسۍ باندې د منګولو لګولو نصيحت کوم.»

 

علامه طباطبائي د هغه يو آيت په تفسير کښې چې فرمائي، زړونه د خداے په ياد سره اطمينان حاصلوي، ليکي: «له دې امله چې يو انسان په ژوند کښې کاميابۍ، سعادت او نعمت ته له رسېدو نه بغېر څه هدف نه لري او د شقاوت او عذاب له ناڅاپه مخامخېدنې څخه ويره نه لري او يوازېنے سبب چې سعادت او شقاوت يې په لاسو کښې دے هم هغه پاک خداے دے او له دې امله چې د ټولو چارو ستنېدل د هغه په لور دي او هم هغه دے چې په بندګانو څارونکے په هغوي باندې قاهر او د هر کار کونکے، د مومنانو ولي او ورته پناه ورکونکے دے نو د هغه ياد د هغه نفس لپاره چې د حوادثو اثير او د يوې داسې مضبوطې اډاڼې په تکل کښې دے چې د هغه د نېکمرغۍ ضمانت ورکړي او د پراختيا او ارامښت سبب دے.»

د روژې مبارکه مياشت د خداے د دعوت د قبلولو لپاره يو مهم فرصت او د بدن او روح د لوړتيا لپاره يو ستر نعت دے. په قران مجيد کښې د الهي نعمتونو د يادولو يوه نتيجه نېکمرغي او کاميابي معرفي کيږي.

خداے پاک د سورۀ اعراف په 69 آيت کښې په دې باره کښې فرمائي:

«فَاذْکُرُوا آلاَءَ اللّه ِ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ؛ د خداے نعمتونه راپه ياد کړئ دې لپاره چې کامياب شئ»

پکار دي پام ولروو چې خداے پاک انسان د سروې د ونې په شان سربلندۍ ته رابولي، ځکه چې سروې هغه يوازېنۍ ونه ده چې په مستقيمه توګه د آسمان لوري ته حرکت کوي، په داسې حال کښې چې د نورو ونو څانګې د ځان چاپېره ته هم کږيږي.

د رمضان مبارکه مياشت د خداے په ذکر او ياد سره جلوه ګره ده، د ځان د اصلاح او بندګۍ ځان برابرونې مياشت ده او د عشق او ايمان مېلمستيا او نزدېکت د لټون مياشت ده. د داسې مېلمستيا لپاره يو دعوت دے چې د هغه له ارزښتناکو نتائجو څخه  د رابطو او تعلقاتو ټينګول دي، له ځان سره، خداے سره  او د هغه له مخلوقاتو سره تعلق. د اسلام د قدرمن رسول (ص) په تعبير دا مياشت د نورو مياشتو په نسبت د عظمت، کرامت، شرافت او فضيلت مياشت بللې شوې ده. ښه دا ده چې پکښې د اخلاص او عشق په جامې سره حاضر شوو او د هغې د ورځو او پېشمنيو له ښکلي فرصت څخه له خداے پاک سره د عاشقانه او صميمانه خبرو اترو او مناجاتو لپاره استفاده وکړوو. دې لپاره چې فلاح ومومو او کامياب شوو.

------------