دیمن عسکرو د عربستان یوشمیر ګوډاګیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72596-دیمن_عسکرو_د_عربستان_یوشمیر_ګوډاګیان_ووژل
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په شمال او لویدیځ کښې په عملیاتی سیمو کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته اړونده یوشمیر ګوډاګیان هلاک شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 00:54 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان  حملو دیمن  خلک   دخوراکي موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .
    دسعودي عربستان حملو دیمن خلک دخوراکي موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن په شمال او لویدیځ کښې په عملیاتی سیمو کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته اړونده یوشمیر ګوډاګیان هلاک شول .

د سعودی عربستان دائتلاف دغه ګوډاګیان د ولسی کمیټیو او د پوځ په عملیاتو کښې دیمن په لویدیځو سواحلو او د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان او عسیر سیمو کښې د سعودی عربستان د ائتلاف دځواکونو د پرمختګ د مخنیوی په وخت  هلاک کړې شول .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په دغو عملیاتو کښې دسعودی عربستان په جنوبی سرحدونو کښې په پراتو عملیاتی سیمو کښې دعربستان دپوځ اوه (۷)پوځی ګاډی ویجاړ کړل .

دیمن پرضد دسعودی عربستان او دهغه د ملګرو هیوادونو حملو او بریدونو چې له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دوام لری د هیواد خلک   دخوراکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .