د بشری حقوقود مدعیانوملګرتیا صیهونیسټ رژیم پاتی ساتلې دی
د ایت ا... لاریجانی د پیغام په دوام کی راغلی دی ، د سږ کال قدس ورځ به هم د ایران روژتی ، مومن او شریف ملت د نړۍ له درستو پتیالیو سره یو ګام یو ځل بیا د رهبرۍ د ستر مقام بلنې ته په لبیک کی په پراخ او دښمن ماتونکی لاریون کی په خپل پراخ او ولولناک شتون سره د فلسطین له مظلوم ملت خپل ملاتړ نندارې ته وړاندی کړی .
د ایرنا له راپور سره سیم د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... صادق املی لاریجانی د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کی په یوه بیغام کی وویل د صیهونیسټ رژیم په جنایتونو کی له بشری حقوقو د دفاع د مدعی هیوادونو ملګرتیا او چوپتیا د دغه ماشوم وژونکی رژیم د پاتی کیدا سبب ګرځیدلی ده .
ښاغلی لاریجانی په دغه بیغام کی د قدس د نړیوالې ورځې نومول د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح ډیر مهم ارزښتمن یادګار وباله او زیاته یې کړه له دغې نومونې د کلونو کلونو په تیریدا سره نن د رهبرۍ د ستر مقام د حکیمانه او مدبرانه مشرۍ په برکت نن د بیت المقدس د ازادۍ ایډیال او د فلسطینی ملت ازادی ، د سلطه پالو قدرتونو تر نفوذ لاندې جغرافیه هم تر اغیز لاندی راوستی ده .
د ایت ا... لاریجانی د پیغام په دوام کی راغلی دی ، د سږ کال قدس ورځ به هم د ایران روژتی ، مومن او شریف ملت د نړۍ له درستو پتیالیو سره یو ګام یو ځل بیا د رهبرۍ د ستر مقام بلنې ته په لبیک کی په پراخ او دښمن ماتونکی لاریون کی په خپل پراخ او ولولناک شتون سره د فلسطین له مظلوم ملت خپل ملاتړ نندارې ته وړاندی کړی .
د روژې د مبارکی میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامی انقلاب د ستر بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح په نوښت د قدس ورځ نومول شوی ده . دغه لاریون به سږ کال د جون په اتمه نیټه د ایران په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کی هم ترسره شی .