د بشری حقوقود مدعیانوملګرتیا صیهونیسټ رژیم پاتی ساتلې دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72816-د_بشری_حقوقود_مدعیانوملګرتیا_صیهونیسټ_رژیم_پاتی_ساتلې_دی
د ایت ا... لاریجانی د پیغام په دوام کی راغلی دی ، د سږ کال قدس ورځ به هم د ایران روژتی ، مومن او شریف ملت د نړۍ له درستو پتیالیو سره یو ګام یو ځل بیا د رهبرۍ د ستر مقام بلنې ته په لبیک کی په پراخ او دښمن ماتونکی لاریون کی په خپل پراخ او ولولناک شتون سره د فلسطین له مظلوم ملت خپل ملاتړ نندارې ته وړاندی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • د بشری حقوقود مدعیانوملګرتیا صیهونیسټ رژیم پاتی ساتلې دی

د ایت ا... لاریجانی د پیغام په دوام کی راغلی دی ، د سږ کال قدس ورځ به هم د ایران روژتی ، مومن او شریف ملت د نړۍ له درستو پتیالیو سره یو ګام یو ځل بیا د رهبرۍ د ستر مقام بلنې ته په لبیک کی په پراخ او دښمن ماتونکی لاریون کی په خپل پراخ او ولولناک شتون سره د فلسطین له مظلوم ملت خپل ملاتړ نندارې ته وړاندی کړی .

د  ایرنا له راپور سره سیم د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... صادق املی لاریجانی د قدس د نړیوالې ورځې  په درشل کی په یوه بیغام کی وویل د صیهونیسټ رژیم په جنایتونو کی  له بشری حقوقو  د دفاع د مدعی هیوادونو ملګرتیا او چوپتیا د دغه ماشوم وژونکی رژیم د پاتی کیدا سبب ګرځیدلی  ده .

ښاغلی لاریجانی په دغه بیغام کی د قدس د نړیوالې ورځې نومول د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح  ډیر مهم  ارزښتمن  یادګار وباله او زیاته یې کړه  له دغې نومونې د کلونو کلونو په تیریدا سره  نن د رهبرۍ د ستر مقام  د حکیمانه او مدبرانه مشرۍ په برکت  نن د بیت المقدس د ازادۍ ایډیال او د فلسطینی ملت ازادی ، د سلطه پالو قدرتونو تر نفوذ لاندې جغرافیه هم تر اغیز لاندی راوستی ده .

د ایت ا... لاریجانی د پیغام په دوام کی راغلی دی ، د سږ کال قدس ورځ به هم د ایران روژتی ، مومن او شریف ملت د نړۍ له  درستو پتیالیو سره یو ګام یو ځل بیا د رهبرۍ د ستر مقام بلنې ته په لبیک کی په پراخ  او دښمن ماتونکی لاریون کی په خپل پراخ او ولولناک شتون سره د فلسطین له مظلوم ملت خپل ملاتړ نندارې ته وړاندی کړی .

د روژې د مبارکی میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامی انقلاب د ستر بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح په نوښت د قدس ورځ نومول شوی ده . دغه لاریون به سږ کال د جون په اتمه نیټه  د ایران په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کی هم ترسره شی .