د هندي خبریال د وژلې خلاف په کشمیر کښې مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73400-د_هندي_خبریال_د_وژلې_خلاف_په_کشمیر_کښې_مظاهرې_وشوې
په کشمیر کښې د مشهور هندي خبریال قتل د ولسي مظاهرو او د هند او پاکستان ترمینځ د سیاسي جنجال سبب شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2018 16:03 Asia/Kabul
  • د هندي خبریال د وژلې خلاف په کشمیر کښې مظاهرې وشوې

په کشمیر کښې د مشهور هندي خبریال قتل د ولسي مظاهرو او د هند او پاکستان ترمینځ د سیاسي جنجال سبب شو.

د ایرنا د خبر له مخې په کشمیر کښې د شجاعت بخاني په نامه د هندي خبریال له وژل کیدو او بیا د دغه قتل په غبرګون کښې د ملګرو ملتو له رپورټ وروسته د سیمې سلګونو خلکو نن د هغه د جنازې په مراسمو کښې پراخې مظاهرې وکړې.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا پرون د هند او پاکستان دواړو تر کنټرول لاندې کشمیر سیمو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله یو رپورټ کښې په یاده سیمه کښې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ باندې د دواړو هیوادونو په تورنولو سره په دې لړ کښې د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د هند او پاکستان حکومتونو هم یو او بل د شجاعت بخاري په وژله کښې په لاس لرلو تورن کړي دي.

یاده دې وي چې د (انقلابِ کشمیر) ورځپاڼې ۵۱ کلن خبریال شجاعت بخاري پرون د جمو او کشمیر د اوړي په مرکز سرینګر کښې د دریو نامعلومو وسله والو په ډزو کښې وژل شوی دی. په دغه برید کښې د یادې ورځپاڼې د دفتر دوه ساتونکي هم وژل شوي دي. هغه په ۲۰۱۷ کال کښې په دبئ کښې له پاکستان سره د صلحې د خبرواترو د غیررسمي ډلې یو غړی و.