سعودی عربستان دحج پیسې په پوځی تیریو لګوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73752-سعودی_عربستان_دحج_پیسې_په_پوځی_تیریو_لګوی
ایرنا خبری اژانس وایی د تیونس د ائمه جماعت اتحادیې سیکرتر «فاضل عاشور» په دې خبرې سره چې سعودی عربستان د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې په نورو اسلامی هیوادونو د تیری لپاره مصرفوی دخپل هیواد له مفتی وغوښتل روان کال د حج مراسمو ته خلک مه ورځی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 22, 2018 05:00 Asia/Kabul
  • په سعودي عربستان کښې د حج له مناسکو ترلاسه شوي پیسې د یمن او دسوریې  په شان په هیوادونو د پوځي تیریو لپاره مصرفیږي .
    په سعودي عربستان کښې د حج له مناسکو ترلاسه شوي پیسې د یمن او دسوریې په شان په هیوادونو د پوځي تیریو لپاره مصرفیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د تیونس د ائمه جماعت اتحادیې سیکرتر «فاضل عاشور» په دې خبرې سره چې سعودی عربستان د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې په نورو اسلامی هیوادونو د تیری لپاره مصرفوی دخپل هیواد له مفتی وغوښتل روان کال د حج مراسمو ته خلک مه ورځی .

هغه وویل په سعودی عربستان کښې د حج له مناسکو ترلاسه شوی پیسې د یمن او دسوریې  په شان په هیوادونو د پوځی تیریو لپاره مصرفیږی او په همدې دلیل ښه خبره دا ده چې د تیونس خلک روان کال حج ته لاړ نشی .

فاضل عاشور زیاته کړه سعودی عربستان دحج له مناسکو په ترلاسه شوی عاید سره د اسلامی هیوادونو د ورانولو لپاره له استعمارګرو هیوادونو وسلې اخلی چې دغه چاره د اسلام دین له تعلیماتو سره په تضاد کښې ده .

سعودی عربستان چې په ټوله نړۍ کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې د یمن دبې دفاع او مظلومو خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې په ترڅ کښې یې په زرګونو خلک وژل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .