امریکا د افغانستان د طالبانو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74632-امریکا_د_افغانستان_د_طالبانو_ملاتړ_کوی
زمونږ خبریال وایی د روسیې دباندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا(Maria Zakharova) پرون وویل دامریکا دفاع وزارت پینټاګان په افغانستان کښې د طالبانو ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 13, 2018 04:46 Asia/Kabul
  • امریکا او ناټو تړون له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د غړو په انتقالولو  کښې لاس لري .
    امریکا او ناټو تړون له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د غړو په انتقالولو کښې لاس لري .

زمونږ خبریال وایی د روسیې دباندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا(Maria Zakharova) پرون وویل دامریکا دفاع وزارت پینټاګان په افغانستان کښې د طالبانو ملاتړ کوی .

هغې جوته کړه داسې ثبوتونه شته چې ښیی دامریکا دفاع وزارت دافغانستان دطالبانو یو(۱) مالی ملاتړی دی .

د روسیې دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن زاخارووا ډاګینه کړه ناټو تړون د افریقا په شمال او په مینځنی ختیځ کښې ترهګرۍ ته د ودې د  ورکولو او د ناامنۍ د زیاتیدا اصلی عامل دی .

دافغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم څه موده مخکې ویلی وو داسې  دلایل شته چې ښودنه کوی امریکا او ناټو تړون له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د غړو په انتقالولو  کښې لاس لری .

امریکا او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د امنیت دتامینولو په پلمې سره په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې تراوسه نه یوازې په دغه هیواد کښې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو کر او قاچاق بیخی ډیر شوی دی .