د ایران ویرې د نتانیاهو خوبونه حرام کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74799-د_ایران_ویرې_د_نتانیاهو_خوبونه_حرام_کړي_دي
د ایران موضوع د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ذهن دومره پریشانه کړی دی چې هغه په اوزګارو وختونو کښې هم د ایران موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 16:13 Asia/Kabul
  • د ایران ویرې د نتانیاهو خوبونه حرام کړي دي

د ایران موضوع د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ذهن دومره پریشانه کړی دی چې هغه په اوزګارو وختونو کښې هم د ایران موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.

ایرنا د جروزالم پوسټ صهیونیسټي ورځپاڼې د ویب سایټ په حواله لیکلي چې د څارنې د یو داخلي سیسټم د کیمرې ویډیو ښودنه کوي چې نتانیاهو په خپلو اوزګارو وختونو کښې د ایران په هکله د (ډیلي بسټ) ویبسایټ د یوې مقالې په لوستلو لګیا دی.

دغې صهیونیسټي ورځپاڼې زیاته کړه: د نتانیاهو دغه ویډیو ښودنه کوي چې نتانیاهو د خپلې کابینې د اطلاعاتو له وزیر یسرائیل کاټز سره په غونډه کښې د دغې مقالې په هکله خبرې کوي.

دا ښودنه کوي چې نتانیاهو په سیمه کښې د ایران له ورځ په ورځ زیاتیدونکي قدرته ویریدلی او حتی تل ابیب ته د امریکې د لوړرتبه چارواکو سفر هم د هغه دغه اندیښنه کمه نه کړه.