دسوریې پوځ د سپینې ټوپۍ ډله له مینځه وړی
-
دسپینې ټوپۍ په نوم ډله په ۲۰۱۳ میلادي کال کښې دامریکااو دبریتانیا په مرستو سره جوړه شوه .
زمونږ خبریال وایی دسوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له رسنیو سره په مرکه کښې د سپینې ټوپۍ په نوم ډله (White Helmets)ترهګره ډله وبلله او ویې ویل حکومتی عسکر به زر دغه ډله له مینځه یوسی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د سپینې ټوپۍ په نوم ډله د ژغورنې او مرستې او فعاله مدنی ډله نه ده بلکې د جبهه النصره ترهګرې ډلې رسندوی مټ ده زیاته کړه همدا اوس ددغه ډلې سرغنې له سوریې تښتیدلی دی .
دسوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړه صهیونیسټ رژیم ، اردن او لویدیځو هیوادونو د سپینې ټوپۍ ډلې د سرغنو په تښتیدا کښې مرسته کړی ده .
دصهیونیسټ رژیم پوځ ویلی دی د سپینې ټوپۍ د ترهګرې ډلې کابواته سوه(۸۰۰) غړی یې نیواکی فلسطین ته راوستلی او بیا یې اردن ته انتقال کړی دی .
داسرائیلو پوځ زیاته کړی ده دغه کار یې د امریکا او دڅو اروپایی هیوادونو په غوښتنه کړی دی .
اردن هم ویلی دی د سپینې ټوپۍ په نوم دترهګرې ډلې غړی له دغه هیواد څخه بریتانیا ، کاناډا او جرمنی ته ورځی .
دسپینې ټوپۍ په نوم ډله په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې دامریکااو دبریتانیا په مرستو سره جوړه شوه .