امریکا هڅه کوی له ایران سره داروپا اړیکې غوڅې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75289-امریکا_هڅه_کوی_له_ایران_سره_داروپا_اړیکې_غوڅې_کړی
زمونږخبریال وایی وال سټریټ جورنال(The Wall Street Journal) ورځپاڼې پرون په یوه (۱)راپور کښې وویل دامریکا حکومت په اروپا کښې دترهګرو حملو په پلانونی د ایران په تورنولو سره له اټومی موافقې د ملاتړ غوڅولو ته د اروپایی حکومتونو د قانع کولو کوشش کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټ رژیم څه موده مخکې ایران په پاریس کښې د منافقینو دترهګرې ډلې په غونډې د حملې لپاره په هڅې تورن کړی وو .
    امریکا او صهیونیسټ رژیم څه موده مخکې ایران په پاریس کښې د منافقینو دترهګرې ډلې په غونډې د حملې لپاره په هڅې تورن کړی وو .

زمونږخبریال وایی وال سټریټ جورنال(The Wall Street Journal) ورځپاڼې پرون په یوه (۱)راپور کښې وویل دامریکا حکومت په اروپا کښې دترهګرو حملو په پلانونی د ایران په تورنولو سره له اټومی موافقې د ملاتړ غوڅولو ته د اروپایی حکومتونو د قانع کولو کوشش کوی .

دغه ورځپاڼې زیاته  کړه امریکا په ایران د ترهګرو حملو د پلانولو دتور په لګولو سره یوه (۱)نوی جبهه رامینځته کړی ده چې اروپایی هیوادونه وهڅوی له ایران سره خپلې اړیکې غوڅې کړی .

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې زیاته کړه اروپایی هیوادونو دامریکا دغه ادعا نه ده قبوله کړی او دتهران په وړاندې د سخت کړچار له غوره کولونفرت لری .

امریکا او صهیونیسټ رژیم څه موده مخکې ایران په پاریس کښې د منافقینو دترهګرې ډلې په غونډې د حملې لپاره په هڅې تورن کړی وو .