نتانیاهو د ایران خلاف د امریکې د بیاوارې بندیزونو هرکلی وکړ
د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بیګا د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو په بیرته لګولو کښې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام هرکلی کړی دی.
فارس خبري آژانس لیکلي چې بنیامین نتانیاهو په یو ویډیويي پیغام کښې د ټرمپ د دغه اقدام د هرکلي په ترڅ کښې له اروپايي اتحادیې هم غوښتي چې له تهران سره خبرې اترې بندې کړي او له امریکې سره ملګرې شي.
یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر پرون مازیګر د حکم په لاسلیکولو سره د ایران خلاف د دغه هیواد ځیني غیرقانوني بندیزونه بیرته فعال کړل.
ټرمپ له دې وروسته په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې سر له نن(د آګست له اوومې) څخه په ایران باندې د ګاډي جوړونې د صنعت، سرو زرو او پيسو یعنې ریالو په برخو کښې بندیزونه اجرايي کیږي او د بانکي او تیلي چارو بندیزونه به هم د روان کال د نومبر له پنځمې نیټې اجرايي شي.