د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې یو هندي پوځي ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75553-د_هند_ترکنټرول_لاندې_کشمیر_کښې_یو_هندي_پوځي_ووژل_شو
د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنیځ نوې نښته کښې یو هندي پوځي ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2018 03:12 Asia/Kabul
  • د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې یو هندي پوځي ووژل شو

د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنیځ نوې نښته کښې یو هندي پوځي ووژل شو.

د سرینګر د پولیسو مشر شیش پال وید پرون وویل چې د همدغه ښار په بته مالو سیمه کښې د وسله والو کسانو او د هندوستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښته کښې یو هندي پوځي مړ او درې نور ژوبل شوي دي.

په کشمیر کښې د هندي پوځیانو د تشدد په غبرګون کښې د دغې سیمې ځیني وسله وال هره څه موده پس پر هندي ځواکونو داشان بریدونه کوي.

هند له کلونو راهیسې د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې نیولې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې څه باندې ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.