روسیې له سوریې د ایران دوتلو اوازه دروغ وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75694-روسیې_له_سوریې_د_ایران_دوتلو_اوازه_دروغ_وبلله
تاس خبری اژانس وایی د کریملین (The Moscow Kremlin) ماڼۍ له سوریې څخه د ایران د وتلو د ضرورت په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ له نظر سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د موافق کیدا په اړه د ځینو رسنیو خبر دروغ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2018 07:34 Asia/Kabul
  •  له دې مخکې هر هغه څه چې په فینلینډ کښې دامریکا او د روسیې د مشرانو د خبرو اترو دمحتوا په اړه ضروري وو اعلان شوي .
    له دې مخکې هر هغه څه چې په فینلینډ کښې دامریکا او د روسیې د مشرانو د خبرو اترو دمحتوا په اړه ضروري وو اعلان شوي .

تاس خبری اژانس وایی د کریملین (The Moscow Kremlin) ماڼۍ له سوریې څخه د ایران د وتلو د ضرورت په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ له نظر سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د موافق کیدا په اړه د ځینو رسنیو خبر دروغ وباله .

د روسیې د ولسمشر ددفتر ویاند دیمیتری  پسکوف (Dmitry Peskov)د ځینو رسنیو د خبر په تفسیرې  کښې وویل د کریملین ماڼۍ ددغه خبر په اړه چې ظاهرا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په فینلینډ کښې دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره په څو اونۍ مخکې کتنې کښې له سوریې څخه دایران د وتلو د ضرورت ملاتړ کړی  هیڅ تفسیره نه کوی .

پسکوف وویل  زه به د دغه مسلې په اړه هیڅ تفسیره ونکړم  .

هغه وویل له دې مخکې هر هغه څه چې په فینلینډ کښې دامریکا او د روسیې د مشرانو د خبرو اترو دمحتوا په اړه ضروری وو اعلان شوی او نور ضرورت نشته چې کوم شی ورزیات کړو .

له دې مخکې ځینو  ډله ایزو رسنیو د خبری سرچینو په قول ویلی وو چې ګویا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په فینلینډ کښې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په غونډې کښې په دې خبرې موافق وو چې په سوریې کښې دایران شتون باید ختم شی .