روسیې له سوریې د ایران دوتلو اوازه دروغ وبلله
-
له دې مخکې هر هغه څه چې په فینلینډ کښې دامریکا او د روسیې د مشرانو د خبرو اترو دمحتوا په اړه ضروري وو اعلان شوي .
تاس خبری اژانس وایی د کریملین (The Moscow Kremlin) ماڼۍ له سوریې څخه د ایران د وتلو د ضرورت په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ له نظر سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د موافق کیدا په اړه د ځینو رسنیو خبر دروغ وباله .
د روسیې د ولسمشر ددفتر ویاند دیمیتری پسکوف (Dmitry Peskov)د ځینو رسنیو د خبر په تفسیرې کښې وویل د کریملین ماڼۍ ددغه خبر په اړه چې ظاهرا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په فینلینډ کښې دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره په څو اونۍ مخکې کتنې کښې له سوریې څخه دایران د وتلو د ضرورت ملاتړ کړی هیڅ تفسیره نه کوی .
پسکوف وویل زه به د دغه مسلې په اړه هیڅ تفسیره ونکړم .
هغه وویل له دې مخکې هر هغه څه چې په فینلینډ کښې دامریکا او د روسیې د مشرانو د خبرو اترو دمحتوا په اړه ضروری وو اعلان شوی او نور ضرورت نشته چې کوم شی ورزیات کړو .
له دې مخکې ځینو ډله ایزو رسنیو د خبری سرچینو په قول ویلی وو چې ګویا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په فینلینډ کښې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په غونډې کښې په دې خبرې موافق وو چې په سوریې کښې دایران شتون باید ختم شی .