سوریه به تر اخره له ترهګرو سره مبارزه وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75718-سوریه_به_تر_اخره_له_ترهګرو_سره_مبارزه_وکړی
زمونږ خبریال وایی د سوریې لومړی وزیر عماد خمیس (Imad Mohammad Deeb Khamis i)د ترهګرو تر بشپړه نابودۍ او تر اخری بریالیتوب پورې په هیواد کښې له پاتې ترهګرو سره د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2018 00:50 Asia/Kabul
  • سوریه په ټول هیواد کښې به  د امنیت ترټینګیدا پورې له ترهګرۍ سره  مبارزې ته دوام ورکوي .
    سوریه په ټول هیواد کښې به د امنیت ترټینګیدا پورې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې لومړی وزیر عماد خمیس (Imad Mohammad Deeb Khamis i)د ترهګرو تر بشپړه نابودۍ او تر اخری بریالیتوب پورې په هیواد کښې له پاتې ترهګرو سره د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

هغه بیګا په دمشق کښې د موریتانیا د سوشل ډیموکراټ اتحادیې د ګوند له یوه(۱) پلاوی سره چې مشرۍ یې ددغه ګوند مشر« محفوظ ولد عزیز»( Mahfouz Weld al-Aziz) کوله  په کتنې کښې وویل د سوریې ملت او حکومت په ټینګو ګامونو سره د هیواد د بشپړه بیارغونې او د بریالیتوب په لور ځی .

د سوریې لومړی وزیر عماد خمیس زیاته کړه سوریه په ټول هیواد کښې به  د امنیت ترټینګیدا پورې له ترهګرۍ سره  مبارزې ته دوام ورکوی .

هغه په دې خبرې سره چې سوریه له هغو ټولوهیوادونو سره چې له ترهګرو سره د جنګ دکلونو په اوږدو کښې د سوریې دملت په څنګ کښې ولاړ وو خپلې اقتصادی اړیکې پراخوی او هغه  له ترهګرۍ سره په جنګ کښې له سوریې د موریتانیا دملت د ملاتړونو او پیوستون قدرونه هم وکړه .

د موریتانیا د سوشل ډیموکراټ اتحادیې ګوند مشر «محفوظ ولد عزیز»( Mahfouz Weld al-Aziz) هم له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د سوریې له ملت او حکومت سره د خپل ملت په پیوستون او د سوریې پرضد د امریکا له یواړخیزه او تپلی اقتصادی بایکاټونو سره په مقابلې ټینګار وکړ .